لښکرګاه (پژواک ٩ سلواغه ٩٠): د هلمند والي وايي چې په دې ولايت کې يې د درېيو لويو سړکونو د جوړولو چارې د خراب کيفيت له امله درولې دي.
والي محمدګلاب منګل د سلواغې په نهمه، پژواك خبري اژانس ته وويل چې دا د لښکرګاه-ګرشك، لښکرګاه- ناوې او لښکرګاه – مارجې ولسوالۍ سړکونه دي.
هغه زياته کړه، چې د دې سړکونو جوړوونکو شرکتونه له قرارداد سره سم خپل کارونه نه دي ترسره کړي او سړکونه يې په خراب کيفيت کې جوړ کړي دي.
د ګلاب منګل په وينا، د يادو شويو سيمو اوسېدونکو هم د دې سړکونو د خراب کيفيت په اړه د ولايت مقام ته شکايتونه کړي وو.
والي وويل چې د ګرشك د سړك لومړى پړاو د نادعلي تر چاه انجير پورې ۱۱ كيلومتره دى، چې تر دې مهاله يې شاوخوا اته كيلومتره جوړ شوى او څلور به يې بېرته د خراب كيفيت له امله واړول شي.
نوموړى زياتوي چې د مارجې سړك ۳۲ كيلومتره كېږي، چې په درېيو پړاوونو کې يې د جوړېدو قرارداد شوى و، ۱۱ کيلومتره يې تېر کال بشپړ شوى او د دوهم پړاو د ۱۱ كيلومتره كار يې روان و، چې د خراب کيفيت له امله يې کار درول شوى دى.
ګلاب منګل وويل، د ناوې ولسوالۍ ۱۷ كيلومتره سړك چې كار يې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې پيل شوى او د قرارداد له مخې به يو متر كرنيزه خاوره له سړك څخه ايستل كېږي؛ خو اړونده شرکت دغه کار نه دى کړى، ځکه يې پرې کار بند کړ.
د هلمند والي وويل، په دې ولايت کې د پروژو د خراب کيفيت او د کارونو د ځنډ لامل، په كابل كې د پروژو قراردادونه ورکول، کمزورې ماشينري، غير مسلكي كسان او د ډونر له خوا په خپل وخت پيسې نه وركول په ګوته کړل.
هغه زياته کړه: ((تر هغې به د دې پروژو د کارونو د بېرته پيلولو اجازه ورنه کړم، څو پورې يې چې کارونه معياري نه شي.))
د نادعلي ولسوالۍ د چاه انجير د سيمې اوسېدونكي هم د سړك له خراب كيفيت څخه شكايت كوي او د شركت مسوولين په درغلۍ تورنوي.
د دې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حاجي محمد نورزي پژواك اژانس ته وويل، د دوى په سيمه كې چې د سړك كومې برخې جوړې شوې، له يوه باران سره يې ځينې برخې بېرته له منځه تللې دي.
نوموړي له چارواكو څخه غوښتنه وكړه، چې د دې سړك د كيفيت سمه څارنه وكړي.
د ناوې ولسوالۍ د عينك سيمې يوه اوسېدونكي جانان پژواك اژانس ته وويل، چې د ناوې ټوله سيمه زېمناكه او كرنيزه ده؛ كه چېرې له بلې سيمې څخه خاوره ورته رانه وړل شي، ډېر ژر به ياد شوى سړك له منځه ولاړ شي.
د افغان امېد په نوم د سړک جوړونې د يوه شرکت مسوول وحيدالله، په خراب کيفيت د سړک جوړولو ادعا نه مني.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د ګرشك ولسوالۍ ته د غځېدلي سړك د جوړېدو مسووليت تر چا انجير پورې لري، چې ۱۱ كيلومتره كېږي او تر دې مهاله يې يواځې يو پوړ قير پرې اچولى دى.
د ده په وينا، ټولټال پر دې سړك ۲۵ سانتي متره قير لوېږي، چې هغه وخت يې كيفيت معلومېږي.
هغه زياتوي، چې د دوى د پروژې د څار لپاره د دولت له خوا غير مسلكي كسان ګومارل شوي دي.
وحيدالله وايي، د كار د ځنډ لامل يې امنيتي ستونزې، د خلكو ځمكې، كورونه او دوكانونه دي، چې په دې كار كې بايد دولت مرسته كړې واى.