لښکرګاه (پژواک ١٠ سلواغه ٩٠): د لښكرګاه ښار اوسېدونكي د برېښنا له کموالي شکايت کوي او وايي چې په څلورو ورځو کې يواځې ١٢ ساعته برېښنا لري.
د لښکرګاه اوسېدونکي په داسې حال کې د برېښنا له نه شتون او کموالي څخه شکايت کوي، چې د دې ولايت د کجکي برېښنا بند د هېواد په کچه د برېښنا د توليد تر ټولو لوړ ظرفيت لري.
د لښكرګاه ښار د كارته لګان د سيمې يوه اوسېدونكي حسين علي پژواك خبري اژانس ته وويل، چې برېښنا دومره كمه شوې ده، چې د دوى لومړنۍ اړتيا وې هم نه شي پوره كولى.
د ده په خبره، د برېښنا له كموالي سره سم د ښار شاوخوا ناحيو ته څلورمه شپه ۱۲ ساعته برېښنا وركول كېږي، په داسې حال كې چې د ښار د مركزي سيمو اوسېدونكي زياته برېښنا كاروي.
نوموړي له چارواکو د شته برېښنا د عادلانه وېش غوښتنه وكړه، ترڅو د خلكو ستونزې حل او اړتياوې پوره شي.
د دې ښار د ساپيانو سيمې يو اوسېدونكى محمد حسين وايي، چې د برېښنا له لږوالي سره په ښاركې نه يواځې د كور د روښانولو، اوبو راوېستو او د يخنۍ د مخنيوي په برخه كې ستونزې زياتې شوي، بلكې په ښار كې د سوند د توكو بيې هم ورسره لوړې شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې له بلې خوا د كجكي له برېښنا څخه د دوى حق د دې ولايت په ولسواليو سربېره د كندهار ښار اوسېدونکو ته وركول كېږي، په داسې حال كې چې لومړى بايد د دوى د برېښنا اړتياوې پوره شي.
د هلمند د برېښنا رييس اهل الله عبيدي د خلکو ستونزې پرځاى بولي او زياتوي چې د برېښنا د لږوالي لامل د كجكي په بند كې د اوبو لږوالى دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د كجكي د برېښنا بند كې د اوبو كچه ټيټه شوې، چې له امله يې د ۳۲ مېګاواټه برېښنا توليد ۲۴ مېګاواټو ته راټيټ شوى دى.
د نوموړي په وينا، اوس مهال ۴ مېګاواټه برېښنا د لښكرګاه، ۸ مېګاواټه كندهار ښار او پاتې برېښنا د هلمند د سنګين، كجكي او موسى كلا ولسواليو اوسېدونكي كاروي.
عبيدي وويل، چې د اوبو له ډېروالي او د كجكي د برېښنا په فابريكه كې به د امنيت له پراخېدو سره د نوي درېيم توربين پر جوړېدو د خلكو د برېښنا شته ستونزې هوارې شي.
نوموړي زياته کړه، چې په ښار كې اوسنۍ برېښنا په عادلانه ډول وېشل شوې ده او خلك ځكه شكايت كوي، چي لښكرګاه ښار په يوه وخت كې شاوخوا شل مېګاواټه برېښنا ته اړتيا لري، په داسې حال كې چې اوس يواځې څلور مېګاواټه برېښنا لښكرګاته رسېږي.
بل پلو په كجكي ولسوالۍ كې د برېښنا فابريكې مسوول انجنير سيد رسول وايي، چې له بند څخه د کرنيزو ځمکو لپاره ډېرې اوبه پرېښودل کېږي، نو ځکه په بند کې اوبه کمې شوې دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې که د کرنيزو ځمکو اوبه بندې شي او پاتې اوبه د توربينونو له لارې ووځي، نو له يوې خوا به د برېښنا توليد زيات شي او له بلې خوا د کرنيزو ځمکو لپاره به هم کافي اوبه پيدا شي.
د كجكي ولسوال ملا شراف الدين وايي چې د دې ولسوالۍ امنيت اوس ښه شوى، مرکزي دولت او نړيواله ټولنه بايد د دې بند د بيارغونې په برخه کې ډېر کار وکړي.
دى وايي چې د كجكي د درېيم توربين لپاره ځينې سامانونه راوړل شوي دي؛ خو تر دې مهال يې د كار څرک نه ليدل كېږي.