ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ لوبه په ښوونيز نصاب کې ورګډېږي

د کرکټ لوبه په ښوونيز نصاب کې ورګډېږي

کابل (پژواک ١٠ سلواغه ٩٠): د افغانستان د کرکټ بورډ مسوولين وايي، چې کرکټ لوبه د پوهنې وزارت په ښوونيز نصاب کې شامله شوې او ډېر ژر به د کرکټ لوبې يو کتاب چاپ شي.

دغه څرګندونې د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس نسيم الله دانش د سلواغې په ١٠مه په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه، چې د کرکټ لوبې د ودې او پرمختګ لپاره د افغانستان کرکټ بورډ هڅه وکړه، څو دغه لوبه په يوې دوديزې لوبې بدله او د ښوونځيو په نصاب کې يې هم شامله کړي.

د دانش په وينا، چې له خبرو اترو وروسته له پوهنې وزارت سره دې پرېکړې ته ورسېدل، چې دا لوبه بايد په نصاب کې شامله کړاى شي.

نوموړي د پوهنې وزارت له مقام او نورو اړوند مسوولينو مننه وکړه، چې د کرکټ لوبه يې په نصاب کې شامله کړه.

د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس وويل، چې د دوى په پرمختيايي پلانونو کې دا هم شامل دى، چې دا لوبه هېواد شموله کړي، څو په ولايتونو، ولسواليو او کليو کې ځوانان او لوبغاړي له دې لوبې سره اشنا شي.

نسيم الله دانش وايي، چې له پوهنې وزارت سره يې په ګډه يوه کمېټه ټاکلې او ادارې يې د کتاب ليکلو په موخه د کرکټ کارپوهان هم ورپېژندلي دي.

د پوهنې وزارت وياند امان الله ايمان پژواک اژانس ته وويل، چې په دې اړه يې د کرکټ بورډ له مسوولينو سره ليدلي او هغوى په دې برخه کې د يو کتاب مواد برابر کړي دي.

هغه زياته کړه، چې د وزارت له لوري په راتلونکي کال کې دکرکټ د ترويج په موخه سلګونه سيمينارونه جوړيږي، چې په کې له دغه کتاب څخه هم ګټه اخيستل کېږي.

نوموړي په تعليمي نصاب کې د کرکټ لوبې د زياتونې په اړه وويل، چې دا ډېر کار ته اړتيا لري او دوى غواړي، چې د کرکټ ترڅنګ ځينې نورې لوبې هم په کې شاملې کړي.

د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس نسيم الله دانش هغه ادعاوې رد کړې، چې ګوندې خلک دغه لوبه يواځې په پښتون مېشتو سيمو کې ترسره کوي او زياته يې کړه، چې د هېواد په شمالي ولايتونو، په ځانګړې توګه کندوز، بلخ، بغلان او جوزجان ولايتونو کې د منتخبو لوبډلو ترڅنګ لسګونه د کرکټ کلبونه او ځايي لوبډلې فعالې دي.

هغه زياته کړه: ((په بلخ او کندوز ولايتونو کې د کرکټ لوبغاړي او اکاډميانې جوړې شوې او موږ هڅه کوو، چې دا لړۍ نورو ولايتونو ته هم وغځوو.))

د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس وويل، چې په ٢٠١١ زېږديز کال کې د هېواد په دننه او له هېواد بهر يې ډېرې لاسته راوړنې او برياوې درلودې.

نوموړي زياته کړه، چې د تېر کال په لاسته راوړنو کې يې د پنځه کلني ستراتيژيک پلان او اساسنامې جوړول و، چې له مخې يې د افغانستان کرکټ بورډ اوس کولای شي، خپلې ټولې چارې په ښه ډول پر مخ يوسي او خپلو موخو ته په اسانۍ سره ورسېږي.

هغه وايي، چې دوى له بېلابېلو کورنيو او بهرنيو شرکتونو سره د مالي ملاتړ په موخه قراردادونه لاسليک کړل او په ځانګړې توګه يې له اتصالاتو شرکت سره د درېيو ميليونو ډالرو قرارداد ياد کړ.

دانش وويل، چې تېر کال يې په جلال اباد او کابل کې په نړيوال معيار برابر دوه د کرکټ لوبغالي پرانيستل او په يو شمېر نورو ولايتونو کې يې هم په ملي کچه ميدانونه او اکاډمۍ جوړې کړې.

هغه زياته کړه: ((له دې مخکې زموږ لوبغاړو په هېواد کې د تمريناتو او لوبو لپاره ځاى نه درلودل او د تمريناتو لپاره پاکستان ته تلل، خو له دې وروسته به دوى خپل هېواد او په خپلو سيمو کې تمرينات کوي.))

دغه راز نوموړي وويل، چې د افغانستان د کرکـټ ملي او د ځوانانو لوبډلو په نړيوالو سياليو کې ښې لاسته راوړنې درلودې، ملي لوبډلې په اسيايي سياليو کې اتلولي خپله کړه او د ځوانانو لوبډلې نړيوال جام ته لاره پيدا کړه.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.