Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

يو پاکستانى وګړى پر شپږ کاله تنفيذي بند محکوم شو

جلال اباد (پژواک ١٠ سلواغه ٩٠): يو پاکستانی وګړی نن د جلال اباد ښار ابتدايه محکمې په يوه علني محاکمه کې د جعلي بانکنوټونو د استعمال په تور پر شپږ کاله تنفيذي بند محکوم کړ.

دغه تن دوه مياشتې مخکې د جلال اباد ښار د مخابراتو په څلورلارې کې يوه صراف ته جعلي ډالر ورکړي وو، چې د امنيتي ځواکونو له خوا لاس په لاس ونيول شو.

د جلال اباد ښاري محکمه کې د سلواغې په ١٠مه دغه تن په شپږو کلونو بند محکوم شو.

د ښاري محکمې مشر قاضي اميرزاده د قضايي هيئت،د تورن او څارنوال تر دلايلو اورېدو وروسته خپله پرېکړه دا ډول اعلان کړه: ((ابوبکر د محمدرضا زوی د درې سوه جعلي ډالرو د استعمال پر جرم د کورني او بهرني امنيت پر ضد د جرمونو قانون د نولسمې مادې د دريمې فقرې له مخې، پر شپږ کاله تنفيذي بند محکوم شو.))

هغه زياته کړه، چې نوموړى دې د بند تر تېرولو وروسته له هېواده و ايستل شي او د جزا د قانون له ۱۱۹مې مادې سره سم دې نيول شوې ناچله پيسې مصادره شي.

 ابوبکر د قضايي هيئت پر پرېکړه نيوکه وکړه او ويې ويل، چې دغه پرېکړه ورته د منلو وړ نه ده.

هغه زياته کړه، چې د تېرې روژې په مياشت کې د غريبۍ په موخه کابل ته تللی و او له يوه ټيکه دار سره تر دريو مياشتو کار وروسته د مزدورۍ په پيسو کې درې سوه ډالر هم ورکړل شوي وو.

د نوموړي په وينا، چې کور ته د بېرته تلو پر مهال يې په جلال اباد ښار کې دغه ډالر پر کلدارو بدلول، نو صراف ورته وويل، چې دا جعلي او ناچله دي.

ابوبکر وويل: ((تر څو مې چې سپيناوی کاوه پوليسو ونيولم او له ځان سره يې بوتلم.))

 د هغه په وينا، څوک چې پيسې او زور لري، خوشي کېږي او څوک چې يې نه لري د زندان تورو تنبو ته غورځول کېږي.

د يادونې ده، چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې هم درې تنه د اته څلوېشت زره جعلي کلدارو د استعمال په تور د ننګرهار استيناف محکمې په پنځه نيم پنځه نيم کاله بند محکوم کړل.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.