کابل (پژواک١١سلواغه٩٠): امريکا په هر ځاى کې د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړ کوي او وايي، قطر کې طالبانو ته د دفتر د پرانيستو لپاره بايد افغان او د قطر چارواکي خبرې وکړي او طالبان د نړيوالې ترهګرۍ د غندنې ترڅنګ د سولې له پروسې ملاتړ وکړي.
په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت مرستيال جيمز کننګهام (James B. Cunningham)، نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې که وړاندې شوي شرايط د طالبانو له خوا ونه منل شي، نو ترسره کېدونکې خبرې به ګټورې نه وي.
هغه ټينګار وکړ، چې په قطر کې طالبانو ته د دفتر له پرانيستلو سره روانې هڅې پاى ته نه رسېږي او يادې موخې ته د رسېدو لپاره بايد ډېر نور کارونه هم ترسره شي.
دى وايي، چې طالبان بايد د يوې اعلاميې په خپرولو سره نړيواله (ترهګري) وغندي او په افغانستان کې د سولې له روانې پروسې په څرګند ډول ملاتړ وکړي.
ده وويل چې امريکا په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کوي، خو ټينګار يې وکړ چې د سولې پروسه بايد د افغانانو په مشرۍ ترسره شي او د قطر د دفتر د پرانيستو په اړه بايد د افغانستان او قطر دولتي چارواکي سره خبرې وکړي.
هغه له طالبانو سره د امريکايي چارواکو د پټو معاملو اوازې ناسمې وبللې او ويې ويل، چې د خبرو د پيل لپاره بايد طالبان وړاندې شوي شرايط ومني.
خو ده د نورو معلوماتو له ورکولو پرته زياته کړه، چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرو ته د لارې د هوارۍ لپاره، امريکا وړاندې له طالبانو او ډېرو نورو خلکو سره خبرې کړې دي.
کننګهام زياته کړه: ((موږ اصول لرو، اصول مو دادي چې يواځې افغانان کولى شي له افغانانو سره خبرې وکړي او د سولې پروسه له يو بل سره مخ ته يوسي.))
ده په دې اړه چې که چېرې افغانستان له قطر پرته په نورو هېوادونو کې هم له طالبانو سره خبرې کوي، نو دوى يې په اړه څه نظر لري؟ وويل چې هېواد يې د افغانستان د حکومت له هڅو ملاتړ کوي.
هغه زياته کړه: ((موږ غواړو په هرځاى کې چې دا خبرې پيل شي، په همغه ځاى کې يې موږ ملاتړ کوو، دا يو سوال دى چې ولې په مختلفو ځايونو کې دا خبرې مخ ته نه شي وړل کېداى، موږ هڅه کوو د اړيکې چينل چې په هرځاى کې شتون ولري، د افغانستان له حکومت سره مرسته وکړو چې دې چينل ته لاسرسى ولري، بيا هم په هرځاى کې چې افغانان وغواړي او د افغانانو په مشرۍ وي، موږ يې ملاتړ کوو.))
شاوخوا دوې مياشتې مخکې د امريکا متحده ايالتونو، قطر او جرمنې وپتېيله چې په قطر کې وسله والو طالبانو ته د سولې د خبرو په موخه دفتر پرانيستل شي، چې د افغانستان دولت هم وروسته ورسره هوکړه وکړه.
خو د بي بي سي راډيو تېره ورځ وويل، موندلې يې ده چې د افغانستان حکومت په راتلونکو څو اونيو کې په سعودي عربستان کې له طالبانو سره خبرې پيلوي.
ځينو نورو رسنيو هم د سعودي عربستان له لارې د افغانستان د دولت او وسله والو مخالفينو ترمنځ د سولې د کېدونکو خبرو راپورونه خپاره کړل.
د افغانستان حکومت د رسنيو د مرکز مشر ويلي، افغان حکومت له وسله والو مخالفينو سره د خبرو په موخه د قطر له دفتر پرته د بلې مرجع په لټه کې نه دى؛ خو کېداى شي په نورو هېوادونو کې هم له طالبانو سره خبرې وشي.
په کابل کې د امريکا د سفارت مرستيال وويل، چې دى په سعودي کې له وسله والو طالبانو سره د خبرو په اړه معلومات نه لري؛ خو زياته يې کړه چې وړاندې د امريکا ولسمشر اوباما او د افغانستان او پاکستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي مارک ګروسمان په دې برخه کې د سعودي له مرستې ملاتړ څرګند کړى دى.
وسله والو طالبانو چې يو پنځه کسيز پلاوى هم د سولې د خبرو په موخه قطر ته تللى، په سعودي کې د خبرو په اړه څه نه دي ويلي؛ خو مخکې يې ويلي وو، چې په قطر کې د دوى لپاره د دفتر د پرانيستو په اړه يې له امريکا او نړيوالو سره تفاهم کړى دى.
په کابل کې د امريکا سفارت مرستيال په نننۍ خبري ناسته کې دا هم وويل، چې په روانه جنوري مياشت کې له افغان چارواکو سره د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو د تړون پر سر هم ځينې خبرې شوې دي.
خو هغه په دې اړه د نورو معلوماتو له ورکولو پرته زياته کړه، چې دې خبرو له دې امله دوام نه دى موندلى، چې په روانه مياشت کې د دواړو هېوادونو چارواکو بهرني سفرونه درلودل.
افغان حکومت وړاندې ويلي و، چې په روانه جنوري مياشت کې به له امريکا سره د ستراتيژيک تړون پر سر خبرې پيل شي.
په کابل کې د امريکا سفارت مرستيال په دې اړه، چې د ستراتيژيک تړون موضوع به له طالبانو سره په پېلېدونکو خبرو کې مطرح شي او که څنګه؟ وويل، دا داسې موضوع ده چې په اړه يې وروستۍ پرېکړه افغانان او د افغانستان حکومت کوي.
له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو د تړون په اړه، چې ښايي په افغانستان کې د امريکا پوځې اډې هم په کې شاملې وي، د لړم په مياشت کې په کابل کې دوديزې لويې جرګه جوړه شوه او په مشروط ډول يې له امريکا سره د ستراتيژيک تړون ملاتړ وکړ.
د افغانستان ملي حاکميت، خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتيا، د امريکا له خوا اسلامي او افغاني ارزښتونو ته درناوی او د شپې له خوا د خلکو د کورونو د تلاشيو او عملياتو بندول د يادې جرګې له مهمو شرطونو څخه وو.
په کابل کې د امريکا سفارت مرستيال په نننۍ خبري ناسته کې، له ګوانتانامو زندان څخه د طالب بنديانو د خوشې کولو په اړه د امريکا پر پخواني دريځ ټينګار وکړ او ويې ويل، چې دا يوه پېچلې مساله ده او هېواد يې تردې مهاله د بنديانو د خلاصون پرېکړه نه ده کړې.