هرات ښار (پژواک ١١ سلواغه ٩٠): په هرات ښار کې يوه ناپېژانده وسله وال کس درې ملکي وګړي په ډزو ووژل.
د هرات ولايت د پوليسو مطبوعاتي مسوول سمونوال نورخان نېکزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يوه ناپېژندل شوي کس نن (د سلواغې ١١مه) له غرمې مخکې د هرات ښار په شپږمې ناحيې کې پر يوه شخصي موټر ډزې وکړې.
نوموړي زياته کړه، چې په پېښه کې يو پلار له خپل زوى سره او همدارنګه د موټر يوه بله سپرلۍ وژل شوې ده.
نېکزاد زياته کړه، چې بريد کوونکى له سيمې تښتېدلى او پوليسو د پېښې په اړه څېړنې پيل کړې دي.
نوموړي وويل، چې ښايي د پېښې لامل شخصي دښمني واوسي.
د هرات دغه درې اوسېدونکي په داسې حال کې د ناپېژاند وسله وال کس له خوا وژل کېږي، چې د تېرې يوې مياشتې په ترڅ کې د يوې ښځې په ګډون د دغه ښار درې نور ښاريان هم د وسله والو کسانو تر بريد لاندې راغلل، چې په کې دوه يې ووژل شول او ياده ښځه ټپي شوه.
د نېکزاد په وينا، د تېرو پېښې په تړاو دوه تنه نيول شوي دي او د پوليسو څېړنو وښوده، چې يادې پېښې د شخصي دښمنيو له امله رامنځ ته شوې وې.