Language

په سره رود کې د ښوونکو لپاره ښارګوټى پرانيستل شو

جلال اباد (پژواک١١ سلواغه ٩٠): د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د ښوونکو لپاره ښارګوټى پرانيستل شو او د ننګرهار والي هم د ٥٠٠ ښوونکو د کورونو لپاره د ځمکې د ورکړې ژمنه وکړه.

د پوهنې وزير غلام فاروق وردګ چې نن يې په ننګرهار کې د دې ولايت له والي سره په ګډه خبري ناسته کې خبرې کولې، وويل چې نن په دې ښارګوټي کې ٣٨٥ ښوونکو ته د استوګنې د نومرو د ملکيت سندونه هم ورکړل شول.

  وردګ وويل، چې تراوسه د هېواد په کچه له ١٩٢زره ښوونکو څخه ٥٥زرو ته د استوګنې نومرې وېشل شوې دي.

د پوهنې وزير په ننګرهار کې د ښوونځيو د ودانيو د نه شتوالي په اړه د پژواک د پوښتنې  په ځواب کې وويل، چې سږکال په ټول هېواد کې د ١٥ ميليونه ډالرو په لګښت د ٢٨٠ ښوونځيو ودانۍ جوړې شوي او ٥٠ يې تر کار لاندې دي.

ده  وويل، چې له جوړو شويو ودانيو څخه ٩٦ په ننګرهار کې دي.

هغه وويل چې په دې ولايت کې ٣٤٠ ښوونځي ودانۍ نه لري، د ښوونکو بستونه کم دي او د کتابونو د کمښت ستونزه هم شته؛ خو ژمنه يې وکړه، چې په دوو کلونو کې به د هېواد ټولو ښوونکو ته د استوګنې نومرې ورکړي او د پوهنې ستونزې به هوارې کړي.

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي، د پوهنې له وزير سره ژمنه وکړه، چې د جلال اباد ښار په سياسنګ ښارګوټي کې به ٥٠٠ ښوونکو ته د مکروريانو جوړولو په موخه ځمکه په واک کې ورکړي، چې د جوړولو چارې به يې د پوهنې وزارت په لګښت ترسره شي.

شېرزي زياته کړه، چې د شېرزي فونډېشن به د پوهنې رياست ته د غونډو يو ستر تالار هم جوړ کړي.

د يادونې وړ ده، چې تېر کال هم د پوهنې وزير په ننګرهار کې د ښوونکو لپاره د يوه ښارګوټي پرانيسته کړې وه؛ خو پر سر يې د ناندريو او دعوو له امله تراوسه نه دى ودان شوى.

د کوټ ولسوالۍ د پوهنې مدير عبدالهادي غازي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پوهنې وزير غونډې تشريفاتي بڼه درلوده.

هغه زياته کړه ، چې په تېرو کلونو کې هم ښوونکو ته د استوګنې د نومرو اسناد ورکړل شوي؛ خو تر اوسه ځمکه نه ده ورته سپارل شوې.

نوموړي زياته کړه: ((زه په کوټ ولسوالۍ کې ٣٩ بابه ښوونځي لرم، چې ٣٠ يې ودانۍ نه لري.))

د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمداصف شينواري وويل، چې د پوهنې وزير نن په جلال اباد ښار کې د ٤٠٠ ښوونځيو مديرانو ته د ادارې مرکز پرانيست او د مرکزي دارالحفاظ د ودانۍ د بنسټ ډبره يې هم کېښوده.