Language

په لښکرګاه کې بې اسنادو سلګونه موټر درول شوي

لښکرګاه (پژواک ١١ سلواغه ٩٠): د هلمند په مركز لښكرګاه كې هېواد ته په ناقانونه ډول را وارد شوي سلګونو موټر ونيول شول.

دغه ډول موټرونو ته شاوخوا اوه مياشتې وړاندې د وزيرانو شورا د پرېكړې له مخې د پنځو كلونو لپاره د موقت اسنادو وركولو لړۍ پيل شوې وه.

د هلمند د ترافيكو د مديريت مرستيال محمد داوود نورزي پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ډول موټرو ته، چې په ناقانونه ډول هېواد ته را وارد شوي دي، په شپږو مياشتو كې بايد اسناد وركړل شوي واى.

د هغه په وينا، له يوې خوا يو شمېر خلكو د اسنادو د اخيستلو لپاره پر وخت مراجعه نه ده كړې او له بل پلوه اوس هم هره ورځ په قاچاقي ډول نوي موټر راځي.

نوموړي وويل، چې شاخوا ۱۵زره موټرو ته نمبر پلېټونه وركړل شوي او يا هم تر كار لاندې دي او نورو موټرو ته د اسنادو د وركولو لړۍ بنده شوې ده.

نورزى وايي، چې د دغو موټرو پر ګرځېدا بنديز لګېدلى او له همدې امله يې له تېرې ورځې راهيسې په سلګونو موټر درولي دي.

ده زياته کړه: ((د داډول موټرو خاوندانو ته خبر وركوو، چې خپل نيمګړي اسناد بشپړ كړي او نمبر پلېټونه پر موټرو ولګوي، كنه د ترافيكو له خوا به په هر ځل نيولو سره ۵ سوه افغانۍ جريمه كېږي.))

بل پلو د هلمند د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال كمال الدين شېرزي پژواک اژانس ته وويل، پوليس به ټول هغه موټر، چې اسناد، ونه لري ونيسي او تر څنګ به يې هغه موټر هم نيول كېږي، چې ښيښې يې تورې وي.

د ده په خبره، دوى يو شمېر هغه موټر هم درولي، چي اسناد يې تر نيمايي جوړ شوي، خو د يوه پلاوي په ګډون به يې د اسنادو تر كتلو وروسته بېرته خوشي كړي.

د امنيت امر له مركزي دولت څخه وغوښتل، چې د ناقانونه موټرو په را واريدولو بنديز ولګوي، ترڅو په دې برخه كې ستونزې هوارې شي.

هغه زياته كړه، چې له بې اسنادو موټرو څخه د دولت مخالفين په چادونو او نورو ترهګريزو پېښو كې كار اخلي، چي معلومول يې پوليسو ته ستونزمن کار دى.

ده وويل، چې كه ټول موټر اسناد ولري، له يوې خوا به د امنيتي پېښو كچه راټيټه شي او له بل پلوه به تر پېښې وروسته د مجرم پيدا كول د دوى لپاره اسان وي.

بلخوا د دغو موټرو خاوندان شكايت كوي، چې دوى له هغې ورځې راهيسې، چې د اسنادو د وركولو لړۍ پيل شوې ده، هڅې يې پيل كړې، خو ستونزه د ترافيكو په مديرت او مستوفيت کې ده، چې کارونه پر وخت نه خلاصوي.

د جاوېد په نوم د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونكي پژواك اژانس ته وويل، چې په ډېره سخته يې يواځې په ترافيكو كې خپل موټر راجسټر كړ، خو په مستوفيت کې د كار په بشپړولو ونه توانېد.

هغه له دولت څخه وغوښتل، چې يو ځل دې بيا دوى ته وخت وركړل شي، چي اسناد واخلي.

د لښكرګاه يو اوسېدونكى محمد ايوب هم وايي، چې په هلمند کې د ترافيكو تشكيل كم دى او د اسنادو كار يې پر وخت بشپړ نه شو.

ده هم غوښتنه وكړه، چې د دوى د اسنادو جوړولو پاتې کارونه دې بشپړ شي او هغو ته دې، چې هېڅ اسناد نه لري، دولت يوه بله موقع ورکړي، څو اسناد جوړ کړي.

د ترافيكو د مديريت چارواكي د تشكيل كموالى مني، خو وايي، چې ټولو موټر چلوونكو له دوى څخه د اسنادو غوښتنه نه ده كړې، كنه دوى به يې پر خپل وخت کارونه ورته بشپړ کړي وو.

Related Topics