Language

جلال اباد (پژواک١١ سلواغه ٩٠): امنيتي ځواکونو د ننګرهار په مومندره ولسوالۍ کې   پر دولتي ځمکو ودان شوي ١٩٠ ناقانونه کورونه ونړول او ٣٢ تنه غاصبين يې ونيول.

دا څرګندونې د  ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژوک خبري اژانس ته وکړې.

هغه  وويل چې پوليسو د ملي اردو په ملاتړ د يادو کورونو د نړولو عمليات، نن د سهار په ٨ بجو پيل او په ١٢ نيمو بجو يې پاى ته ورسول.

عبدالزي وويل چې د عملياتو پر مهال، پوليسو هغه مهال هوايي ډزې وکړې، چې غاصبينو په لوړو غونډيو کې يو شمېر وسله وال کېنولي وو او هغوى پر پوليسو ډزې وکړې.

خو هغه وويل چې په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دى وايي چې په دې کورونو کې څوک نه اوسېدل، يواځې د ځمکې د غصب لپاره يې جوړ کړي وو.

د مومندرې ولسوال نوراغا کامران په وينا، نړول شوي کورونه د خونو او خېمو په بڼه د اچين او سپين غر ولسواليو يو شمېر اوسېدونکو، د مومندرې ولسوالۍ په ډکې او غوړګي سيمه کې په ناقانونه ډول جوړ کړي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې دوې ورځې وړاندې د مومندو قوم د تورخم – جلال اباد لارې د تړلو پرمهال ګواښ کړى وو، چې که د سې شنبې تر مازيګره دغه کورونه ونه نړول شي، دوى به بيا پر لاريون لاس پورې کړي.

د يادونې وړ ده چې په روان کال کې له بټي کوټ وروسته، مومندره دويمه ولسوالۍ ده چې په لسګونو ناقانونه جوړ شوي کورونه په کې د پوليسو له لوري ورانېږي.