Language

مزارشريف (پژواك ۱٢سلواغه۹۰): په شمال كې مېشت امريكايي ځواكونه وايي چې په دغه زون كې د دولت مخالف وسلوال كمزوري او افغان ځواكونه پياوړي شوي دي.

 دغه څرګندونې په دهدادي ولسوالۍ كې په شمال كې د ځانګړې امريكايي ۳۷ قوا مشر جيم پيري (Jim Perry) د سلواغې په ۱٢مه، د خپلې دندې پر لومړۍ ورځ خبري ناسته كې وكړې.

 دغه قوا، چې په شمال كې له ملي پوليسو سره په لوژيستيكي، مخابراتي او استخباراتي برخو كې مرسته كوله، له دې وروسته يې مسووليت د امريكايي ځواكونو ۳۷ قوا ته وسپارل شو.

 جيم پېري وويل، چې ۲۰۱۲ كال به د ۲۰۱۱ كال په پرتله خورا ښه وي او د دغه كال په اوږدو كې د به نه يواځې د شمال، بلكې د ټول افغانستان په امنيتي حالت كې مثبت بدلون راشي.

 نوموړي زياته كړه، چې دوى به په شمال كې د ملي پوليسو د هراړخيزې وړتيا په موخه له ۳۰۳ پامير او له سرحدي پوليسو سره كار كوي.

 همداراز د امريكايي ځواكونو د ځانګړې ۱۷۰ نمبر قوا مشر پتريك مټلاك(Patrick Matlock)، چې د تېر يو كال په اوږدو كې په شمال كې د ۳۰۳ پامير او سرحدي پوليسو د وړتيا د لوړولو په برخه كې يې د يادې قوا د مشر په توګه دنده پر مخ بېوله، خبري ناستې ته وويل، چې په شمال كې د دولت مخالف وسلوال كمزوري شوي او افغان ځواكونه پياوړي شوي دي.

 نوموړي زياته كړه، چې دوى له افغان ملي پوليسو سره د لوژيستيكي، مخابراتي او استخباراتي برخو كې مرسته كوله.

 د هغه په وينا، له دې وروسته به دغه دنده د جيم پيري په مشرۍ د امريكايي ځواكونو ۳۷ نمبر قوا پر مخ وړي.

 مټلاك وويل، چې دوى به تر هغې افغان ځواكونو سره مرسته كوي او د پياوړي كېدو چارې به يې لا پسې ګړندۍ كوي، تر كومې چې دغه ځواكونه د خپل هېواد ساتنې او د امنيت راوستو جوګه شي.

 دا په داسې حال كې ده، چې د همدې مياشتې په اوږدو كې په هېواد كې د امنيت د لېږد لړۍ په دويمه دوره كې د ټول بلخ ولايت د امنيت چارې افغان ځواكونه ته ولېږدول شوې.