کابل (پژواک١٢سلواغه٩٠): د سعودي عربستان کابينې د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير ته دنده وسپارله چې له افغان چارواکو سره د دواړو هېوادونو د همکاريو د يوې موافقتنامې په اړه خبرې وکړي.
د سعودي عربستان دولتي اژانس وايي، د دې هېواد کابينې د بهرنيو چارو له وزير څخه غوښتي، چې له افغان چارواکو سره تر خبرو وروسته، د خپل کار پايله د کابينې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
افغانستان تېره اونۍ له درېيو اروپايي هېوادونو سره هم د اوږدمهاله همکاريو تړونونه لاسليک کړل.
افغان ولسمشر حامد کرزي اروپا ته په خپل سفر کې له فرانسې سره د (دوستۍ او همکارۍ معاهده)، له ايټاليا سره د (د همکاريو او دوه اړخيز مشارکت موافقتنامه) او له انګلستان سره د شلو کلونو لپاره د (دوامداره ستراتيژيکو اړيکو سند) لاسليک کړ.
افغانستان څه موده مخکې له هند سره هم د ستراتيژيکو همکاريو تړون لاسليک کړ او ټاکل شوې ده، چې د امريکا له متحده ايالتونو سره دغه ډول تړون لاسليک کړي، چې پر سر يې د افغان او امريکايي چارواکو ترمنځ خبرې به ډېر ژر پيل شي.