کابل (پژواک ١٢ سلواغه٩٠): د سياسي چارو ځينې پوهان ناټو ته منسوب خپور شوى هغه راپور، چې وايي، پاکستان لا هم د افغان طالبانو ملاتړ کوي او دغه ډله نه اېلېدونکې ده، پر واقعيتونو ولاړ بولي.
تېره ورځ بي بي سي يو راپور خپور کړ، چې ګواکې د طالبانو د حالت په اړه يې د ناټو يو راوتلى پټ سند تر لاسه کړى دى.
بي بي سي وايي، په دغه سند کې ادعا شوې، چې طالبان د پخوا په څېر نه اېلېدونکي دي، مخامخ ورسره د پاکستان ملاتړ دى او افغان ولس ورسره پراخه خواخوږي لري.
د سرچينې په حواله، په سند کې راغلي ، هغه ياغيان چې د امريکاييانو او افغانانو په وژنه کې ښکېل دي، د پاکستان د استخباراتو په څنگ کې اوسي او د طالبانو پر لويو مشرانو د پاکستان ولکه له کمېدو پرته پر ځاى پاتې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په قطر کې طالبانو ته د دفتر د احتمالي جوړېدو او د طالبانو له خوا د دغه دفتر د منلو د خبرونو تر خپرېدو وروسته ، ځينې خلک په دې اند دي، چې اوس پر افغان طالبانو د پاکستان اغېز کم شوى دى.
خو سياسي کارپوه او د کابل پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي استاد احمدضيا رفعت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د بي بي سي له خوا ناټو ته منسوب خپور شوى راپور تر ډېره په افغانستان کې د شته واقعيتونو پر بنسټ چمتو شوى دى.
د ده په اند، لا هم طالبان د پاکستان ښکاره ملاتړ له ځانه سره لري.
هغه وايي، چې پاکستان ځکه له طالبانو ملاتړ کوي؛ چې غواړي هغوى قدرت ته ورسوي او له دې لارې په افغانستان کې خپل نفوذ ډېر کړي .
دغه راز د ده په اند، پاکستان غواړي له طالبانو د ملاتړ له لارې پر امريکا فشار وارد کړي، تر څو د افغانستان په مسايلو کې د هغوى غوښتنو ته پام وشي .
رفعت زياته کړه: ((په دې کې هېڅ شک نشته، چې طالبان نه اېلېدونکي دي، دليل يې دا دى، ترڅو چې پاکستان د افغانستان د وسلوالو مخالفينو د اصلي ملاتړ کوونکي په توګه، د افغانستان د سولې او ثبات د تامين لپاره، خپلې ستراتېژې ته بدلون ورنه کړي، جګړه به همداسې دوام وکړي.))
ناټو په هغه سند کې، چې بي بي سي خپور کړى، راغلي چې ولسي افغانان په زياتېدونکي ډول د طالبانو واک په حکومت کې د فساد له امله، تر حکومتي واکمنۍ غوره بولي.
خو رفعت په خلکو کې له طالبانو سره د خواخوږۍ شتون ډېر معقول نه بولي او وايي، يواځې په هغو سيمو کې چې طالبان برلاسي دي او يا خلک د دولتي چارواکو له خو ځورول شوي، کېداى شي له طالبانو سره يو څه خواخوږي شتون ولري او يا له وېرې خلک له طالبانو سره خواخوږي څرګنده کړي.
خو دى وايي، چې په ډېرو سيمو کې د خواخوږۍ د لاملونو د له منځه تګ سره دا خواخوږي هم له منځه تللې ده.
رفعت زياته کړه: ((د هر کال په تېرېدو سره په افغانستان کې پراختيايي چارې ترسره کېږي، طبيعي ده، چې خلک ډېر پام ورته کوي، چې د نړيوالې ټولنې همکاري يې په ګټه ده.))
خو د سياسي چارو پوه او د ادارې ورځپاڼې د امتياز خاوند حاجي سيد داوود وايي، چې په دولتي ادارو کې شته فساد، د چارواکيو بده رويه او د هغو زورواکانو له خوا د بې ګنا خلکو وهل ټکول، چې له لوړ پوړو دولتي چارواکيو سره تړاو لري، هغه څه دي ، چې خلک يې له طالبانو سره خواخوږۍ ته وربللي دي.
سيد داوود هم وايي، چې په تېرو شاوخوا ١١ کلونو کې پاکستان له طالبانو سره پوځي، اقتصادي او سياسي مرستې کړې او اوس هم دغه مرستې دوام لري.
د ده په اند، پاکستان له طالبانو سره د خپلو ګټو او ځانګړو موخو لپاره مرستې کوي او غواړي، چې په افغانستان کې د پاکستان د خوښې حکومت رامنځته شي.
د بي بي سي له خوا د ياد خپاره شوي سند په اړه تر اوسه ناټو، پاکستان او طالبانو غبرګون نه دى ښودلى.