Language

کابل (پژواک ١٢ سلواغه ٩٠): د امريکا متحده ايالتونه وايي چې افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد په اړه يې تګلارې بدلون نه دى موندلى.

 دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د امريکا دفاع وزير وويل چې په ٢٠١٣ کال کې به په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو جنګي فعاليتونه پاى ته ورسېږي او له هغه وروسته به د افغان ځواکونو روزنې ته پاملرنه ډېره کړي.

 خو ټاکل شوې ده، چې د ٢٠١٤ زېږديز کال تر پايه په افغانستان کې له بهرنيو، افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسه، چې د روان لمريز کال په لومړيو کې پيل شوې، بشپړه شي.

 په کابل کې د امريکا سفارت هم پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه هېواد د افغانستان د يوه ملاتړي په توګه، د ليزبن کنفرانس پرېکړو ته ژمن دى، چې له مخې به يې تر ٢٠١٤ کال پورې افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د لېږد بهير پاى ته ورسېږي.

 په خبرپاڼه کې راغلي: ((د لېږد بهير د پلي کولو د څرنګوالي په هکله خبرې اترې پرمخ روانې دي، په داسې حال کې چې افغان امنيتي ځواکونه د امنيت مسووليت پر غاړه اخلي؛ نو طبيعي خبره ده چې په يادو خبرو اترو کې زموږ د ملاتړ د ونډې په هکله هم موضوعات شامل دي.))

 سرچينه ليکي، چې دغه خبرې به د شيکاګو تر کنفرانس پورې دوام ومومي او په دې کنفرانس کې به د لېږد د راتلونکې لړۍ په اړه پرېکړه وشي.

  ټاکل شوې ده، چې د ناټو غړو هېوادونو مشران د روان زېږديز کال د مۍ مياشتې په وروستيو کې د امريکا په شيکاګو کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي.