لښکرګاه ( پژواک ١٤ سلواغه ٩٠ ): امنيتي چارواکي وايي، په تېرو دوو اونيو کې په هملند کې د ملکي وګړيو ، دولتي سرتېرو او وسلوالو مخالفينو په ګډون ١٠٥ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د هېواد په سوېل لوېديځ کې د هلمند ولايت امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام تېره ورځ ناوخته خبريالانو ته وويل چې په تېرو دوو اونيو کې ددې ولايت په بېلابېلو سيمو کې اته ولسي وګړي ، اته پوليس او۳۳ ددولت وسلوالو مخالفين وژل شوي دي .
د سرچينې د څرګندونو له مخې، په دې موده کې ٤٠ ولسي وګړي او ١٦ د دولت وسلوال مخالفين ټپيان شوي هم دي .
دده په وينا، ولسي وګړيو او پوليسو ته د دولت د وسلوالو مخالفينو د تېرې اونۍ په ځانمرګي بريد او پر سړک د ځاى پر ځاى شويو ماينونو د چاودنو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده .
د خپرو شويو راپورونو له مخې، د روانې مياشتې په ٦ مه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د بهرنيو ځواکونو پر ملکي موټرو د يوه ځانمرګي بريد له امله څلور عام وګړي وژل شوي او د درېيو بهرنيو وګړيو په ګډون ٣٧ تنه ټپيان شوي دي.
الهام وايي چې وسلوالو مخالفينو ته په تېرو دوو اونيو کې ياده مرګه ژوبله د پوليسو او ګډو ځواكونو لخوا په بېلابېلو عملياتوكې اوښتې ده .
سرچينې د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل چې په تېرو دوو اونيو کې امنيتي ځواکونو په دې ولايت کې ۷۳۰ كړۍ مايونه شنډ كړي، سلګونه كيلوترياك او يوه اندازه وسلې يې نيولې دي .
دى وايي چې په دې موده کې په دې ولايت کې ۳۸ دكوكنارو كرونكي كرونده ګر نيول شوي او سلګونه جريبه دكوكنارو کښتونه له منځه وړل شوي دي.
د هلمند امنيه قوماندان وايي چې پوليس او نور امنيتي ځواكونه د مسلك له پلوه پياوړي شوي، خو د تجهيزاتو له پلوه اوس هم له ستونزو سره مخ دي.
د هغه په وينا،كه څه هم پوليس د قانون له مخي درنو وسلو ته اړتيا نه لري ، خو اوس مهال له دې امله چې له نور امنيتي ځواکونو سره يو ځاى په عملياتو کې ونډه اخلي ، په کار ده چې له اړتيا سره سم په وسلو سمبال شي .
هغه وويل چې پوليس په دې ولايت کې د ماينونو د شنډولو يوې پياوړې ډلې ته هم ته اړتيا لري .
د هلمند امنيه قوماندان وايي، چې په دې ولايت کې د امنيتي ځواکونو روحيه پياوړې شوې ، خو وسلوال طالبان کمزوري شوي دي .
خو طالبان په دې ولايت كې خپله كمزوري نه مني او وايي چې په دې ولايت کې پر کورنيو او بهرنيو ځواکونو بريدونه يې دوام لري .