محمودراقي (پژواک ١٥ سلواغه ٩٠): د کاپيسا يو شمېر اوسېدونکي د دغه ولايت د لارو د نا امنۍ له امله شکايت کوي او له دولته غواړي، چې په لارو کې امنيتي پوستې جوړې کړي.
د کاپيسا د اله ساى ولسوالۍ د سکين د سيمې اوسېدونکي محمد صابر پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د امنيتي ستونزو له امله په ډاډه زړه ولسواليو او مرکز ته تګ راتګ نه شي کولاى.
د هغه په وينا، څه موده مخکې يې يو ورور، چې په ملي اردو کې يې دنده درلوده، کور ته په رخصتۍ راتلو او په لاره کې وسلوالو طالبانو ونيو او ويې واژه.
نوموړي وويل، چې له هغې وروسته، اوس چې ډېر زيات مجبور نه شي، چېرته نه ځي.
ده زياته کړه: ((په وسلوالو طالبانو کې ډېر داسې کسان شته، چې يواځې د شيطانت لپاره بې ګناه خلک هم دوى ته په ګوته کوي او ورته وايي، چې د دولت کارمند دى او طالبان يې هم له تحقيق پرته وژني.))
په محمودراقي کې يوه ښوونکي طارق پژواک اژانس ته وويل، چې دولت بايد په نا امنو لارو کې امنيتي پوستې جوړې کړي، څو خلک په ډاډه زړه تګ راتګ وکړاى شي.
دى وايي، چې د يو شمېر ادارو کارکوونکي مسووليت لري، چې ولسواليو ته لاړ شي او اړوندې ادارې له نږدې وګوري.
هغه زياته کړه: ((د روان کال په پيل کې زه تګاب ته تلم، چې په لاره کې طالبانو ونيولم، ما ورته وويل، چې زه د معارف کارکوونکى يم، خو بيا هم دوى زه يو باغ ته بوتلم او پر مرګ يې وګواښلم، خو وروسته يې خوشى کړم او له هغې ورځې وروسته اوس نه غواړم، چې تګاب يا اله ساى ولسواليو ته لاړ شم.))
سره له دې، چې د کاپيسا ځيني اوسېدونکي د تېر کال په پرتله امنيتي وضعه ښه بولي، خو وايي، چې د تګاب، نجراب، اله ساى او د سروبي پر لارو کې خلک په امن سره تګ راتګ نه شي کولاى.
د تګاب او اله ساى ولسواليو د اوسېدونکو په وينا، د دوى په لارو کې غله هم شته، چې کله د طالب او کله د افغان ځواکونو په جامو کې خلک لوټوي.
خو د تګاب ولسوال عبدالحکيم اخندزاده بيا وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله امنيت ښه شوى دى او اوس په لارو کې د پخوا په څېر امنيتي ستونزې دومره زياتې نه دي.
نوموړي وويل، چې پخوا په دغو لارو تګ راتګ سخت و، خو اوس يو نيم ځاى په کې د ملي اردو او ملي پوليسو پوستې جوړې شوې دي.
د هغه په وينا، اوس يو شمېر لارۍ موټر له پاکستان څخه راځي او د هېواد شمال ته د سروبي او کاپيسا په لاره ځي.
د کاپيسا والي جنرال محراب الدين ساپي پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې له تګاب او اله ساى ولسواليو څخه پرته نور په ټول ولايت کې امنيتي حالات ښه شوي دي.
نوموړي وويل، چې په نږدې راتلونکي کې به د لارو د امنيت د خونديتوب په موخه د لويو لارو پوليس په پر دندو وګوماري.
د هغه په وينا، د لويو لارو د پوليسو په ګومارلو سره به د لارو ټولې امنيتي ستونزې هوارې شي او خلک به په ډاډه زړه تګ راتګ وکړاى شي.
ده زياته کړه، چې که چېرې د لارې امنيت ټينګ شي، نو د هېواد د شمالي ولايتونو تجارتي موټر به هم د کاپيسا له لارې تګ راتګ کوي، چې په دې سره به د خلکو په اقتصاد کې هم ښه والى راشي.