کابل (پژواک١٦سلواغه٩٠): په افغانستان کې د ناټو ملکي استازى وايي، د دې هېواد په اړه د ناټو پاليسۍ بدلون نه دى موندلى؛ خو تر ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان سره د دغه تړون د همکارۍ څرنګوالى به د شيکاګو په ناسته کې په ډاګه شي.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سيمون ګاس، چې په بروکسل کې د ناټو او ايساف هېوادونو د دفاع وزيرانو له دوه ورځني ناستې تازه کابل ته راغلى، نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې ناټو ځواکونه به په افغانستان کې تر ٢٠١٤ کال پورې خپل جګړه ييز رول ته دوام ورکړي او د دې هېواد له امنيتي ځواکونو سره به اوږه په اوږه په جګړو کې برخه واخلي.
نوموړى دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د امريکا متحده ايالتونو د دفاع وزير ليون پنيټا په ياده شوې غونډه کې د ګډون له پاره بروکسل ته په لاره کې خبريالانو ته ويلي و، چې د امريکا او په افغانستان کې د ناټو تړون د نورو غړو هېوادونو د سرتېرو پوځي ماموريت به د ٢٠١٣ کال په نيمايي کې پاى ته ورسېږي؛ خو وروسته امريکايي چارواکو دا احتمال رد کړ.
ګاس په ٢٠١٣ کال کې د ايساف ځواکونو د جګړه ييز ماموريت د پاى رسېدو ګونګوسو ته په اشارې سره زياته کړه: ((دا په دې معنا ده چې د لېږد پروسې تر پاى پورې ټول شيان په سمه توګه پرمخ ځي، تر ٢٠١٤ کال پورې ناټو خپل جګړه ييز ماموريت ته، په هرځاى کې چې اړتيا وي، دوام ورکوي.))
د ده په وينا، په ٢٠١٠ کال کې د ناټو تړون د لېزبُن په سرمشريزه کې ناټو او د افغانستان حکومت پرېکړه وکړه، چې افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو لېږد به تر ٢٠١٤ کال پورې په ټول افغانستان کې په تدريجي ډول دوام وکړي.
د ده د معلوماتو له مخې، د لېزبن د پرېکړې له مخې به ناټو د عملياتو مشري په تدريجې ډول افغان ځواکونو ته وسپاري او د دې ځواکونو روزلو، تجهيز او هغوى ته د مشورې ورکولو رول پياوړى کړي.
ده وويل چې د ٢٠١٣ کال په نيمايي کې به له نړيوالو، افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد پنځم او وروستى پړاو پيل شي، چې د بل کال تر پايه به په ټول افغانستان کې د عملياتو مشري او د امنيت ساتلو چارې په ټوليز ډول د افغان ځواکونو پرغاړه وي.
ده وويل چې ناټو ځواکونه تر ٢٠١٤ کال پورې په عملياتو کې د تېر په څېر د افغان ځواکونو ملاتړي رول ته، له دې امله دوام ورکوي چې ښايي د دې مودې په لړ کې درنې جګړې رامنځ ته شي او د ناټو ځواکونو ګډون ته اړتيا وي.
د ناټو د ملکي استازي د معلوماتو له مخې، افغان ځواکونه دا مهال په ټول افغانستان کې د شاوخوا ٣٦ سلنه عملياتو مشري کوي، چې د لېږد پروسې په لړ کې به دا سلنه لوړه شي.
نوموړى وايي، ناټو همدا اوس د افغانستان په شمال کې د محاربوي عملياتو د مشرۍ پرځاى د افغان ځواکونو پر روزنې، تجهيز او هغوى ته په مشورې ورکولو بوخت دى، چې دا لړۍ به د افغانستان نورو سيمو ته هم وغځېږي.
ده وويل، افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو لېږد وښوده، چې د دې ځواکونو وړتياوې لوړې شوې او باوري دى، چې د ٢٠١٤ کال تر پايه به په برياليتوب سره د امنيتي مسووليتونو منلو ته چمتو وي.
هغه وويل چې د افغان ځواکونو د شمېر پر سر له افغان دولت سره په ګډه خبرې روانې دي؛ خو دا شمېره بايد له نړيوالو مرستو سره متناسبې وي.
هغه وويل چې نړيواله ټولنه همداراز افغان ځواکونو ته د درنو وسلو په برابرولو او بيا د افغان هوايي ځواک د په پښو درولو پر سر کار کوي.
ګاس زياته کړه، تردې مهاله څرګنده نه ده چې ناټو به تر ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان سره څه ډول همکاري ولري، ځکه د ده په وينا، افغان ځواکونه به له ياد کال وروسته هم د نړيوالې ټولنې مرستو ته اړ وي.
د هغه په وينا، د روان زېږديز کال په مې مياشت کې په شيکاګو کې د ناټو سرمشريزه به تر ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان سره د ناټو تړون د همکاريو څرنګوالى وټاکي.
خو ده وويل، چې نړيوالو په بن کنفرانس کې له افغانستان سره د مالي مرستې ژمنه وکړه او ناټو هم په امنيتي برخه کې له افغانستان سره د اوږدې مودې مرستې ته ژمنه ده.
د يادولو ده چې د لېزبُن د غونډې د پرېکړې پربنسټ د روان کال په چنګاښ مياشت کې افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد چارې پيل شوې.
د دې پروسې لومړى پړاو د باميانو له ولايت پيل شو او وروسته په پنجشېر، له سروبي ولسوالۍ پرته د کابل په ولايت او د لښکرګاه، هرات او مزارشريف په ښارونو کې پاى ته ورسېد.
د دغې پروسې دوهم پړاو د روان کال د ليندۍ په لسمه، له پروان ولايت څخه پيل شو.
په دې پړاو کې بلخ، ډايکندي، تخار، سمنګان، کابل، نيمروز، پروان ولايتونه او د جلال اباد، چغچران، شبرغان، فيض اباد، غزني، ميدان ښار او قلعه نو ښارونه شامل دي.
د بدخشان، هلمند، هرات، ننګرهار، لغمان، سرپل او ميدان وردګو يو شمېر ولسوالۍ هم د لېږد په دوهم پړاو کې شاملې دي.