کابل (پژواک١٦سلواغه٩٠): د سياسي چارو ځينې شنونکي کابل او قطر ته د پاکستانيو چارواکو سفرونو ته په کتو وايي، دغه هېواد غواړي د خپلو ګټو لپاره د افغانستان د سولې په پروسه کې له ګوښه ساتل کېدو ځان راوباسي.
ټاکل شوې ده سبا (د سلواغې ١٧مه) د پاکستان لومړى وزير يوسف رضا ګېلاني، د افغانستان د سولې د پروسې په تړاو د خبرو لپاره قطر ته لاړ شي.
په پام کې ده چې په قطر کې د افغان وسله والو طالبانو لپاره د سولې د خبرو په موخه دفتر پرانيستل شي. د خپرو شويو راپورونو له مخې، ځينې طالب چارواکي قطر ته تللي او د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې هم شوې دي.
د تېرې اونۍ په وروستيو کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کهر هم له افغان چارواکو سره د سولې پر سر د خبرو لپاره کابل ته راغلې وه او ويلي و، چې پاکستان په افغانستان کې د سولې لپاره هر اړخيزې همکارۍ ته چمتو دى.
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا ٩ مياشتې وړاندې په پاکستان کې د امريکايي ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته، د يادو دواړو هېوادونو اړيکې خرابې شوې او د ځينو کارپوهانو په اند، د افغانستان د سولې په پروسه کې هم پاکستان ګوښه ساتل شوى دى.
سياسي کارپوه عبدالستار سعادت نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د افغانستان په سوله کې د پاکستان رول اړين دى؛ خو له ((ترهګرۍ)) سره د مبارزې په برخه کې د دوه مخي سياست له امله، په قطر کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ په خبرو کې ګوښه ساتل شوى دى.
د ده په باور، پاکستانيو چارواکو درک کړې، چې که چېرې د پاکستان له ګډون پرته د افغان دولت له مخالفينو او په ځانګړې توګه له طالبانو سره په قطر کې د امريکا په نوښت پيل شوې د سولې پروسه بريالۍ کېږي، نو د پاکستان ګټې به له پامه وغورځول شي.
د ده په وينا، پاکستان همدې اندېښنو ته په پام سره هڅه کوي، قطري او امريکايي چارواکي قانع کړي، چې په ياده پروسه کې يې رول اړين دى، ترڅو په افغانستان کې خپلې اوږدمهاله ګټې خوندي کړي.
د سعادت په اند، که له پاکستان پرته د سولې د خبرو په پايله کې په افغانستان کې سوله ټينګه او غښتلى حکومت رامنځ ته شي، نو ښايي د ډيورنډ کرښې موضوع چې پاکستان يې له پامه غورځول غواړي، راپورته کړي او د کونړ د اوبو د مهار کولو لپاره هم اقدام وکړي.
دا مهال د کونړ سيند اوبه په لويه پيمانه پاکستان ته ځي، خو د افغانستان دولت د دې اوبو د مهار کولو لپاره د بند جوړولو سروې کړې ده.
دغه راز د سعادت په وينا، پاکستان نه غواړي چې افغانستان له هند سره پراخه اړيکې ولري او هڅه کوي، چې د افغانستان په بهرني سياست کې د پاکستان غوښتنو ته پام وشي.
د سياسي چارو بل پوه وحيد مژده هم وايي، چې پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې ګوښه ساتل شوى دى.
هغه وويل، څو ورځې مخکې يې په پاکستان کې په يوه ناسته کې ګډون وکړ او هلته د پاکستان د استخباراتي ادارې پخواني مشر جنرال حميدګل او د دې هېواد د جماعت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وويل، چې پاکستان د افغانستان په موضوع کې ګوښه ساتل شوى دى.
مژده وايي، که څه هم د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې خبرې لا تراوسه نه دي پيل شوې؛ خو پاکستان غواړي چې سر له اوسه د سولې په پروسه کې ځان ورګډ کړي.
د ده په وينا، پاکستان غواړي قطر ته د دې هېواد د لومړي وزير د سفر له لارې قطري او امريکايي چارواکي دې ته قانع کړي، چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان رول اړين دى.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، دا مهال د پاکستان او امريکا اړيکې خرابې دي او پاکستان له دې امله چې له ترهګرۍ څخه پر ملاتړ تورن دى، په يو ډول منزوي حالت کې قرار لري؛ خو غواړي چې د سولې په ياده پروسه کې د ورګډېدو له لارې له دې حالت څخه ځان وباسي.
د هغه په اند، پاکستان په تېرو کلونو کې پر افغانستان د اغېز لرلو لپاره ډېره پانګونه کړې او اوس هم د سولې په پروسه کې د ورګډېدو له لارې په افغانستان کې د خپلو ګټو د خوندي ساتلو لپاره هڅې کوي.
مژده د پاکستان او هند پخوانۍ دښمنۍ ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې پاکستان په افغانستان کې داسې حکومت نه غواړي، چې د پاکستان له دښمنانو سره دوستي وپالي.
خو د سياسي چارو دغه پوه د پاکستانيو چارواکو سفرونو ته په اشارې سره وايي، تر هغه چې د سولې خبرې عملاً پيل نه شي او افغانان په خپلو کې سره جوړ نه شي، د نورو هېوادونو د چارواکو سفرونه بې ګټې دي.