Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مهترلام (پژواک ١٦ سلواغه ٩٠): د لغمان د ملي امنيت چارواکي وايي چې ٢٥ قلمه تاريخي اثار يې ترلاسه کړي او د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته يې وسپارل.

د لغمان ولايت د ملي امنيت يوه چارواکي چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله، د سلواغې په ١٦مه، پژواک اژانس ته وويل چې دغه اثار يې تېره ورځ د لغمان د مرکز مهترلام په مربوطاتو کې ترلاسه ترلاسه کړل.

د هغه په وينا، ياد شوي تاريخي توکي د قاچاق په موخه نورو هېوادونو ته لېږدول کېدل، چې دوى د يوه راپور له مخې ونيول؛ خو په تور يې تراوسه څوک نه دي نيولي.

نوموړي وويل چې دغه اثار يې نن د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته وسپارل.

ياد شوي تاريخي توکي، نن د لغمان د ملي امنيت په رياست کې خبريالانو ته هم وښودل شول.

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس فيضان الله پټان ومنله، چې دوى ته ٢٥ تاريخي توکي د ملي امنيت رياست د چارواکو له خوا وسپارل شول.

ده پژواک اژانس ته وويل، دغه تاريخي اثار شاوخوا ٢٥٠ کاله مخينه لري، چې زياتره يې له لرګيو څخه جوړ شوي دي.

د هغه په وينا، په دې توکو کې له لرګيو څخه جوړ شوي بېلابېل توکي، د اوسپنې نغري او د هوسيو ښکرونه شامل دي.

پټان زياته کړي، چې دا مهال يې دغه تاريخي اثار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تاريخي اثارو لپاره په ځانګړې شوې خونه کې ځاى پر ځاى کړل.

نوموړي له مرکزي دولت څخه وغوښتل، چې د دوى رياست بېلابېل تاريخي اثار لري او بايد د موزيم د جوړېدو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د يادونې وړ ده، چې تېره مياشت هم د لغمان د ملي امنيت رياست ٨ قلمه تاريخي اثار نيولي او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته يې سپارلي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.