Language

په نورستانو کې واورو لارې بندې کړې دي

پارون (پژواک ١٦ سلواغه ٩٠): د نورستان چارواکي وايي چې له تېرو دوو ورځو راهيسې په دې ولايت کې شاوخوا يو نيم متر واوره اورېدلې، چې له امله يې ګڼې لارې بندې شوې دي.

د نورستان د ولايتي شورا رييس عنايت الرحمن مذهب يار پژواک اژانس ته وويل، چې د ختيځ نورستان د درېيو ولسواليو کامدېش، برګمټال او وايګل ترمنځ د نورستان د مرکز پارون او اداري واحد واما ترمنځ هم لارې تړل شوې دي.

 نوموړي زياته کړه، چې له تېرو دوو شپو او ورځو راهيسې د پرله پسې واورې اورېدلو له امله شاوخوا يونيم متر واوره پرته ده.

د هغه په وينا، واورې ټولې لارې پوښلې دي او هېڅ ډول ټرانسپورټي وسيله له يوې سيمې بلې ته نه شي تللى.

مذهب يار وايي چې د کونړ –  نورستان تر منځ غځېدلې لار هم، د سيمې خلکو د يوه حشر په ډول پاکه کړې ده.

نوموړي زياته کړه، چې د سړې هوا، سختې واورې او د روغتيايي مرکزونو د نه شتوالي له امله د نورستان خلک له ناروغيو او نورو ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

ده وويل: ((همدا اوس يوه بورۍ اوړه پنځه زره پاکستانۍ روپيو ته لوړه شوې ده، چې دا د خلکو له وس څخه پورته خبره ده.))

دغه راز نوموړى وايي، چې تر دې دمه هېڅ دولتي او نادولتي ادارې له خلکو سره مرسته نه ده کړي.

د نورستان د ولايت مقام د دفتر رييس قاري داوود پژواک اژانس ته وويل، چې د فوايد عامې امريت د سړکونو د پاکولو چارې پيل کړې دي.

نوموړي زياته کړه، چې دغې ادارې د واما او مرکز پارون ترمنځ د ٦٠ کيلومتره سړک د پاکولو چارې تر ډېره سرته رسولې دي.

هغه ومنله چې د سيمې اوسېدونکي روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسى نه لري او حکومت يې له دغې ستونزې خبر کړى دى.

دا په داسې حال کې ده چې د نورستان مرکز او ولسوالۍ له دوه کيلومتره زيات پوخ سړک نه لري او ډېر خلک يې له يوه ځاى څخه بل ته په څارويو ځي.

د يادونې وړ ده چې دوه کاله وړاندې د واورو له امله، د دغه ولايت لسګونو خلکو ته د مرګ ژوبلې ترڅنګ په سلګونو څاروي مړه شوي او کورونه يې ويجاړ شوي وو.