Language

د هلمند ښځو په دولتي ادارو کې د زياتې ونډې غوښتنه وکړه

لښکرګاه (پژواک ١٧ سلواغه ٩٠): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د يوې غونډې سلګونو ښځينه ګډونوالو په دولتي ادارو کې د زياتې ونډې غوښتنه وکړه.

په دې غونډه چې د سلواغې په ١٧مه، جوړه شوې وه، د سلګونو ښځو ترڅنګ د هلمند والي ګلاب منګل،په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې نسيمې نيازۍ او نورو ځايي چارواکو برخه اخيستې وه.

د دې ولايت د ښځو چارو رييسې فوزيې علومي پژواک اژانس ته وويل، چې دا غونډه يې چارواکو ته د ښځو د ستونزو رسولو په موخه جوړه کړې وه.

هغې زياته کړه، په دې ولايت كې د سيمه ييزو دودونو له امله، ښځو ته هغه حقونه نه ورکول کېږي چې دوى يې حقدارې دي.

مېرمن علومي غوښتنه وکړه، چې ښځو ته دې په دولتي ادارو، سوداګريزو، ټولنيزو او نورو چارو کې زياته ونډه ورکړى شي.

د ښځو چارو رييسې دغه راز له حکومت څخه وغوښتل، چې په دې ولايت کې د ښځو د زده کړې لپاره ځانګړي پلانونه پر لاره واچوي، ترڅو د تاوتريخوالو چې د ناپوهۍ له امله رامنځ ته کېږي، مخه يې ونيول شي.

علومي وويل، كه څه هم په ښار كې د ښځو پر وړاندې څه ناڅه ستونزې هوارې شوې دي؛ خو زياته يې کړه چې د ولسواليو ښځې له هرڅه څخه بې برخې دي.

د نوموړې په وينا، كه څه هم د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې دي؛ خو د سيمه ييزو  دودونو له امله په روان كال كې دوى ته يواځې  ۵۰ پېښې راغلې دي.

په ولسي جرګه كې د هلمند د خلكو استازې نسيمې نيازۍ وويل، چې ښځې ېي په يووالي سره په دولتي ادارو كې د كار هڅه وكړي، خپلې لوڼې دې د زامنو په څېر ښوونځيو ته ولېږي او په سوداګريزو چارو كې دې هم برخه واخلي .

هغې زياته کړه، د هرډول ظلم پر وړاندې د ښځو كرار ناستى د دې لامل شوى چې په بدو او بدل كې وركول كېږي، له عمره پاخه كسانو ته د ډېرو پيسو په بدل كې واده كېږي، له زده کړې او کار څخه يې هم مخنيوى کېږي.

د غونډې يوې ګډونوالې او د مرکزي لېسې ښوونکې نجيبې وويل، څو پورې چې ميندې د پوهې په رڼا سينګار نه شي، د ښځو پر وړاندې شته ستونزې نه هوارېږي.

د هلمند والي محمدګلاب منګل وويل، چې د لښكرګاه  ښار د هېواد په كچه د ښځو لپاره مناسب ځاى دى، ټولې ښځې كولى شي زده كړې وكړي، په دولتي ادارو كې د قانون له مخې كار وكړي او په سوداګريزو چارو كې هم برخه واخلي.

هغه زياته کړه، چې په ولسواليو كې لاتر دې مهاله په دې برخه كې ستونزې پر ځاى پرتې دي.

د منګل په وينا، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې د نارينه وو ترڅنګ په خپله د ښځو ترمنځ وي، چې لامل يې ناپوهي او له خپلو حقونو څخه ناخبري ده.

منګل په غونډه كې ګډون كوونكو ښځو سره ژمنه وكړه، چې له خپلو وړتياوو سره سم دې په دولتي اداروكې د دندې غوښتنه وكړي، چې دوى به ورسره مرسته وكړي.