Language

له افغانستان سره د اوږدمهاله مرستو په کولو ټينګار وشو

کابل (پژواک ١٧ سلواغه ٩٠): د امريکا، آلمان، اسټراليا، چين او جاپان چارواکو د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير سره په ليدنو کې،له افغانستان سره دخپلو هېوادونو پر اوږدمهاله ژمنو ټينګار وکړ.

د بهرنيوچارو د وزارت په هغې خبرپاڼه کې، چې پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې ويل شوي، چې د هېواد د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمي رسول د المان په مونشن ښار کې د اته څلوېښتم امنيتي کنفرانس په ترڅ کې، چې د سلواغې له ١٤مې تر ١٦مې پورې جوړ شوى و، له يادو چارواکو سره ليدنه کتنه وکړه.

د مونشن امنيتي کنفرانس له ١٩٦٢زېږديز کال څخه تر اوسه، هر کال په دغه ښار کې جوړېږي او په هغه کې د نړۍ د هېوادونو لوړپوړي چارواکي د ورځي د امنيتي چارو په اړه خبرې کوي.

د بهرنيو چارو وزارت ليکلي، چې د دغه کنفرانس د سږکال د غونډې په څنډه کې د اسټراليا د بهرنيو چارو وزير او د المان د بهرنيو چارو وزير گیډو وسترویله د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير ډاکتر زلمي رسول سره د ليدنې په ترڅ کې، د ٢٠١٤ کال تر پايه د امنيتي مسؤوليتونو د لېږد د اوسني بهير په ګډون، چې د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ يې د لزبون په کنفرانس کې هوکړه شوې وه، له افغانستان سره د خپلو هېوادونو پر اوږمهاله ژمنو ټينګار وکړ.

ويسترويله له ډاکتر زلمي رسول سره په ليدنه کې ويلي، چې المان به د لېږد له پروسې وروسته د افغانستان لپاره د يوه باوري همکار په توګه پاتې شي.

ويله زياته کړې ده: ((همدارنګه دا د المان د پارلمان پيغام دى، دا د افغانستان خلکو ته يو قوي پيغام دى، له افغانستان څخه پياوړى ملاتړ نه يوازې د المان د دولت له لوري، بلکې د المان د مخالفو ګوندونو له لوري هم شتون لري، زه غواړم چې تاسې دغه پيغام ولسمشر کرزي او د افغانستان خلکو ته هم ورسوئ.))

د خبرپاڼې له مخې،د اسټراليا د بهرنيو چارو وزير کيون رډ، افغانستان ته د خپل هېواد له پرمختيايي مرستو، چې د افغانستان او اسټراليا ترمنځ د ستراتيژيکو اوږدمهاله او دوه اړخېزو همکاريو تړون کې به يې په اړه د افغانستان او اسټراليا د خبرو اترو مهم عنصر وي، ډاډ ورکړى دى.

نوموړي ويلي دي: (( پرمختيا به تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې زموږ د ونډې اخيستنې يوه ستره برخه وي.))

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزېرې مېرمن هيليري کلنټن له خپل افغاني سيال سره په ليدنه کې څرګنده کړې، چې په ٢٠١٣ کال کې افغان ځواکونو ته د محاربوي عملياتو د مسووليت د لېږد په اړه د دغه هېواد د دفاع د وزير ليون پنيتا څرګندونې د لزبون په کنفرانس کې د مسووليتونو د لېږد په پروسه کې د بدلون په معنا نه دي.

د امريکا دفاع وزير تېره اونۍ ويلي وو، تمه ده، چې د ټولو جګړه ييزو عملياتو مسؤوليت د ٢٠١٣ کال په ترڅ کې افغاني ځواکونو ته وسپارل شي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې دواړو لوريو د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو په اړه او په شيکاګو کې د ناټو د سرمشرېزې لپاره د تياريو په اړه، چې ټاکل شوې د مې په مياشت کې جوړه شي، خبرې اترې وکړې.

سرچينې زياته کړې، چې زلمى رسول د چين د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال ژانگ ژي جون سره په خبرو اترو کې د دواړو هېوادونو لپاره د افغانستان د کانونو په سکټور کې د چين پانګه اچونه وڅېړله.

د عينک د مسو کان د استخراج قرارداد، چې تر ١٢ ميليونو ټنو زيات مس په درلودلو سره د نړۍ په کچه د مسو يو لوى کان ګڼل کېږي، د افغان حکومت او ام. سي. سي (MCC) په نامه چينايي شرکت ترمنځ لاسليک شوى دى او ټاکل شوې، چې په ٢٠١٤ زېږديز کال کې له دغه کان څخه د مسو را ايستنه عملاًً پيل شي.

همدارنګه د افغانستنان د امو سيند د نفتي حوزې د تېلو د را ايستلو قرارداد د روان کال د مرغومي د مياشتې په لومړيو کې د افغانستان د کانونو وزارت او د چين د نفتو د ملي شرکت (CNPCI) ترمنځ لاسليک شو.

د هېواد د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د جاپان د بهرنيو چارو د پارلماني وزير مرستيال نکانو له ډاکتر زلمي رسول سره په کتنه کې د افغانستان په اړه د توکيو د کنفرانس لپاره د خپل هېواد له تياريو څخه نوي معلومات وړاندې کړل او ويلي يې دي، چې جاپان به د دغه کنفرانس د برياليتوب لپاره تر ټولو ډېرې هڅې ترسره کړي.

ټاکل شوې، چې د افغانستان په اړه د توکيو نړيوال کنفرانس د بېلابېلو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په ګډون د روان کال د جولاى په مياشت کې جوړ شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په دغو ليدنو کتنو کې په بيا بيا د افغانستان د امنيت په ټينګښت او پرمختګ کې د نړيوالې ټولنې له پياوړي ملاتړ او قربانيو څخه، څه اوس او څه په اوږدمهال کې د افغان دولت او خلکو قدرداني وړاندې کړې ده.

Related Topics