ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتيا کې د کانکور ګډونوالې نجونې امتيازي حق غواړي

author avatar
6 Feb 2012 - 15:03
author avatar
6 Feb 2012 - 15:03

ګردېز (پژواک ١٧ سلواغه ۹۰): د پکتيا د لرو پرتو ولسواليو نجونې، چې د کانکور په ازموينه کې يې په لومړي ځل په لوړ شمېر ګډون کړی، له ولسمشر او لوړو زده کړو وزارت څخه پوهنتون ته د جذبېدو په موخه د امتيازي حق غوښتنه کوي.

په پکتيا کې د سلواغې د اتمې نېټې د کانکور په ازموينه کې د زرګونو هلکانو ترڅنګ د مرکز ګردېز په ګډون د لرو پرتو ولسواليو، ډنډې پټان، څمکنيو، زرمت، سيدکرم او احمدابا څخه ۷۵ نجونو برخه اخيستې وه.

د پکتيا د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکې زيتونې، چې د کانکور په ازموينه کې يې برخه اخيستې وه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له ډېرو نا امنيو سره سره يې تر ۱۲ ټولګي پورې زده کړې کړې دي.

نوموړې زياته کړه: ((د لوړو زده کړو بشپړول مې لوى ارمان دى، د کانکور سوالونه مې ښه حل کړي دي، خو په دغه ولايت کې نجونو ته ځانګړې پاملرنه په کار ده.))

د زيتونې په وينا، ترڅو پورې چې په دې سيمه کې د پوهې کچه لوړه نه شي، نجونې لوړې زده کړې ونه کړي، ناوړه دودونه له منځه نه شي تلاى.

هغې زياته کړه: ((ډېرې نجونې له هغو سيمو څخه راغلې، چې هلته د کانکور د امادګۍ او نورو اړينو زده کړو زمينه د هلکانو لپاره هم نه ده برابره او ښايي نجونې د کانکور په ازموينه کې هغه ډول، چې لازمه ده نومرې وانه خلي خو مرکزي دولت بايد د ناوړه دودونو د له منځه وړلو په موخه په دې سيمه کې دغو نجونو ته بشپړ پام واړوي.))

جميلې، چې د څمکنيو له لېسې څخه فارغه ده، له پژواک سره په خبرو کې وويل، چې د کانکور ازموينې د ګډون په موخه درې ورځې مخکې د خپلوانو کره راغلې وه، دا وايي، دغه کار يې ځکه وکړ؛ چې د واورو د ورښت له امله له ازموينې پاتې نه شي.

دا په ازموينه کې په ګډون خوښه وه، خو د ازموينې پوښتنې يې له خپلې سويې څخه لوړې ګڼلې، هغې زياته کړه: ((موږ ته په ښوونځي کې ښوونکي هم سمه حاضري نه راکوله، څه سوالونه به مو حل کړي وي، خو ځه بيا هم خدای مهربان دی.))

جمېله له خپلې مايوسۍ سره سره زياتوي، چې که له دوى سره همکاري ونه شي، ښايي د لوړو زده کړو د بشپړولو ارمان يې پوره نه شي.

هغې زياته کړه: ((زموږ وکيلان بايد زموږ لپاره دغه کار وکړي، چې پوهنتونونو ته هرڅنګه کېږي راشو، که په کانکور کې پاتې شوو، نو زموږ هيلو ته دې وګوري او ولسمشر دې موږ د خپلې مهربانۍ له مخې پوهنتون ته راولي.))

د جميلې په وينا، که دغه ځل ټولې نجونې پکتيا پوهنتون ته جذب کړل شي، ښايي کال ته د نجونو شمېره له دې هم لوړه شي؛ ځکه چې نورو پوهنتونونو ته د دې سيمې نجونې نه شي تلای او که جذب نه شي د بيا لپاره به نجونې د کانکور په ازموينه کې ګډون ونه کړي.

په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازي مجيب الرحمن څمکني پژواک اژانس ته وويل، چې د سوېل ختيځ زون په ټولو ولايتونو کې د نا امنۍ له امله هلکانو ته د زده کړو زمينه نه ده برابره، دا چې نجونې په دومره شمېر ګډون کړی، نو بايد د امتيازي حق ورکولو غوښتنه يې هم ومنل شي.

هغه زياته کړه، ښايي نجونې په دې نه وي توانېدلې، چې پوهنتون ته د ازموينې له لارې بريالۍ شي، ځکه چې په لرو پرتو سيمو کې د نجونو لپاره څه، چې د هلکانو لپاره هم مسلکي استادان نه شته.

ده وويل: ((موږ به خپل ټول وس وکړو، چې دا نجونې پوهنتون ته د ولسمشر او لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ جذب کړلی شي.))

په ولسي جرګه کې د ديني، فرهنګي او لوړو زده کړو د کمېټې رييس او د خوست ولايت د خلکو استازي کمال ناصر اصولي هم پژواک ته وويل، چې دوى د ټول هېواد د نا امنو سيمو د نجونو او هلکانو د لوړو زده کړو بشپړولو په خاطر هڅه او کار کوي.

نوموړي زياته کړه، چې په سوېل ختيځ زون کې پرته له نا امنۍ څخه، د هغه ځايونو دودونه د نجونو لپاره لويه ستونزه ده، چې د دوى د ښوونځي او پوهنتون ته د تګ مخه نيسي.

هغه وايي: ((که اوس دا نجونې په سيمه کې پوهنتونونو ته راشي، نو ښايي سبا دغه دودونه په اسانۍ سره مات شي.))

اصولي دا هم وويل، که داسې ونه شي، بيا به هم پکتيا، پکتيکا او خوست په دې برخه کې له ننګونو سره مخ وي او نجونې به يې حتی ښوونځيو ته هم نه پرېښودل کېږي، چې د ده په خبره، دې ته ځانګړې پاملرنه په کار ده.

نوموړي زياته کړه، چې د دوى کمېسيون به په دې اړه کار وکړي او د لوړو زده کړو له وزارت سره بيا هم د دغو نجونو د حقونو د ورکړې په موخه به خبرې وکړي او په ځانګړې ډول پکتيا، خوست او پکتيکا کې به هڅه وکړي، چې ټولې نجونې په پوهنتونونو کې جذب شي.

د پکتيا د پوهنې رييس انجنير محراب الدين شفق پژواک ته وويل، چې په تېرو کلونو کې به له ۴۸ لېسو څخه شاوخوا ۱۲۰۰ هلکانو، چې په دغو کې به تر۶ يا ۸ نجونو نوم ليکنه کوله، خو سږ کال له ۷۲ لېسو څخه تر ۲۵۰۰ زده کوونکو د ازموينې لپاره نوم ليکنه کړې، چې د تېر په نسبت په کې د نجونو شمېره ډېره لوړه ده.

د پکتيا پوهنتون رييس پوهندوى عبدالرحيم فراهي پژواک ته وويل، چې دغه ځل د پکتيا پوهنتون پنځو پوهنځيو طب، انجينرۍ، حقوق، کرنې او ښونې روزنې ته د وزارت د لايحې پر بنسټ ۱۰۰۰ محصلين جذبوي.

نوموړي زياته کړه، چې د نجونو په لوړ شمېر ګډون له پوهنتون سره د دې سيمې د خلکو مينه څرګندوي او بايد په جلب او جذب کې له پامه ونه غورځول شي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.