Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د يوه قوماندان په ګډون د لسو طالبانو د نيولو خبر ورکړل شو

کلات (پژواک ١٨ سلواغه ٩٠): افغان او ايساف ځواکونو په بېلابېلو عملياتو کې د يوه قوماندان په ګډون د لسو طالبانو د نيولو خبر ورکړ.

د زابل امنیتي چارواکي وايي، چې د ايساف او افغان ځواکونو له خوا په ترسره شوو عملیاتو کې شپږ طالبان نيول شوي دي.

د دغه ولایت د شاه جوى ولسوالۍ ولسوال محمدصديق د سلواغې په ۱٨مه پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دغه عمليات تېره شپه ناوخته ترسره شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې بهرني پوځیان له چورلکو څخه د زابل د شاه جوى ولسوالۍ اړوند د بالایر په سیمه کې، چې د غزني له ګیلان ولسوالۍ سره پر پوله پرته ده، کښته شوي او د وسلوالو طالبانو د یوې ډلې پر وړاندې یې عملیات کړي دي.

ولسوال زیاتوي، چې د عملیاتو پر مهال د ګډو ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته هم رامنځ ته شوې، چې له امله یې دوه طالبان ټپيان شوي دي.

د ده په خبره، د عملیاتو په پایله کې بهرنیو ځواکونو د دوو ټپيانو په ګډون شپږ تنه نیولي او له ځان سره یې بيولي دي.

هغه زیاتوي، چې نیول شوي په سیمه کې د وسلوالو طالبانو د یو سیمه ییز قوماندان ملا شاه محمد په ډله پورې تړلي کسان وو او په سیمه کې یې د دولت ضد کړنې ترسره کولې.

د شاه جوى د ولسوال محمدصدیق په خبره، چې په عملیاتو کې ګډو ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

ایساف ځواکونه هم په زابل کې د عملیاتو د ترسره کېدل تاییدوي.

د دغو ځواکونو له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د زابل په کلات او شاه جوى ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال دوه تنه نیول شوي، خو د کومې نښتې او د چا د ټپي کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د دغو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.  

د یادولو وړ ده، چې تېره اونۍ هم ایساف ځواکونو د شاه جوى په ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د یو کلي ملا امام له ځان سره وړی و.

بلخوا د ايساف ځواکونو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له افغان ځواکونو سره يې په ګډو عملياتو کې د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې د طالبانو يو قوماندان نيولى دى.

سرچينې زياته کړې، چې دغه قوماندان سيمې ته د وسلوالو او وسلو په لېږدولو کې لاس درلود او له يوه بل شکمن کس سره نيول شوى دى.

دغه راز ايساف ويلي، چې په کندهار کې يې دوه مخالفين د عملياتو پر مهال نيولي او تر پوښتنو لاندې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.