کابل ښار (پژواک ١٨ سلواغه ٩٠): که څه هم نن بيا د کابل چاپ يو شمېر ورځپاڼو د تېرو ورځو په شان د افغان سولې بهير او د هغې په اړه د پاکستان پر ونډې ليکنه کړې ده، خو يو شمېر نورو ورځپاڼو بيا بېلابېلو موضوعاتو، لکه د ولسي جرګې له خوا د هغه وزيرانو او دولتي چارواکو استجواب، چې د ١٣٨٩پراختيايي بوديجه يې له ٤٠ سلنې لږ لګولې، افغان دولت ته د بګرام زندان د سپارلو د نېټې پوره کېدل او داسې نور موضوعات څېړلي دي.
د ملي باور ورځپاڼه په خپله نننۍ سرمقاله کې د ولسي جرګې له خوا د هغه وزيرانو او دولتي چارواکو د استجواب پرېکړې ته اشاره لري، چې د تېر کال پراختيايي بوديجه يې له ٤٠ سلنه لږ لګولې او په يو جګړه ځپلي هېواد کې، چې هره خوا وران دي، د پراختيايي بوديجې نه لګول د خواشينۍ وړ ګڼي.
د ملي باور ورځپاڼه په دې اړه له ولسي جرګې څخه له ملي ګټو سره د سم چلند غوښتنه کوي او وړاندې ليکي، چې د ولسي جرګې غړو ته په کار ده، چې په دې موضوع کې ډېر جدي ګامونه واخلي او له ټولو قومي او ګوندي معاملو تېر شي، بلکې ټول ځانونه د يوه افغانستان وبولي.
د خدمتګار ورځپاڼه هم ورته موضوع ته اشاره لري او په دغه نظر ده، چې تر ټولو لومړى بايد ولسي جرګه د بوديجې له نه لګولو څخه تعريف وړاندې كړي، چې د بوديجې نه لګول جرم دى كه بې جرمي؟
خدمتګار ورځپاڼه هم د ملي باور ورځپاڼې په څېر په دې اند ده، چې د افغانستان غوندې په بېوزلۍ او بېكارۍ كې د ښكېل هېواد لپاره د پراختيايي بوديجې لګول ډېر اړين وي، خو معلومه نه ده، چې اړوندې ادارې او چارواكي په دې برخه كې ولې ناغېړي كوي؟ او ليکي، سره له دې، چې په تېرو لسو كلونو كې د پراختيايي بوديجې د نه لګولو ستونزه وه، خو دا خبره تر اوسه ټينګه نه ده نيول شوې.
د سرنوشت ورځپاڼه بيا تر دغه سرليک لاندې، چې د بګرام زندان لپاره ټاکل شوې يوه مياشت پوره شوه، د ولسمشر کرزي هغه پرېکړې ته اشاره لري، چې له مخې يې بايد په يوه مياشت کې د بگرام زندان ټول زندانيان افغا دولت ته سپارل شوې واى.
ورځپاڼه ليکي، چې د ولسمشر له حکم څخه يوه مياشت تېره شوه، خو لا هم نه يوازې دا چې دغه زندان افغان چارواکو ته نه دى سپارل شوى، بلکې په دې اړه د شوو پرمختګونو په اړه هم څه نه دي ويل شوي او دا هم نه دي ويل شوي، چې ولې په ټاکلې موده کې د ولسمشر کرزي حکم نه دى عملي شوى.
د ورځپاڼې په اند د اندېښنې وړ دا ده، چې د دغه حکم نه عملي کول به هغه چا ته، چې افغان دولت خپلواک نه ګڼي، د خپلې د ادعا ثبوت په لاس ورکړي او دا بېلګه به وړاندې کوي، چې دلته هغه څه نه عملي کېږي، چې افغان ولسمشر يې غواړي.
د ارادې ورځپاڼه بيا په افغانستان کې د ناټو تړون د غړو هېوادونو د پوځي سياستونو بدلون ته اشاره لري او د دغه بدلون لاملونه يې څېړلي دي.
اراده په دغه اند ده، چې په اروپايې هېوادونو کې د اقتصادي ستونزو شتون، په افغانستان کې د دغو هېوادونو د پوځي تلفاتو ترڅنګ او په افغانستان کې د دغو هېوادونو د يوې لسيزې بې نتيجې شتون په افغانستان کې دولت، قومي او مذهبي ډلو ته دا فرصت په لاس ورکړ، ترڅو په خپل منځ کې د يو والي په ټينګښت سره د ورځپاڼې په خبره، د پرديو په لاس د افغانستان د سياسي کرښو د ټاکلو مخه ونيسي.
د ملي آرمان او هشت صبح ورځپاڼو نن بيا هم د څو تېرو ورځو په شان د افغانستان د سولې پر بهير او په دغه بهېر کې د پاکستان پر ونډې ليکنې کړې دي.
هشت صبح ورځپاڼه په دې اند ده، چې پاکستان وروسته تر دې چې د افغان سولې له بهير څخه يوې څنډې ته پرېښودل شو، د فعالې ډيپلوماسۍ په کارولو سره هڅه کوي، ترڅو يو ځل بيا په دغو خبرو اترو کې خپل له لاسه ورکړى مقام بېرته ترلاسه کړي.
دغه ورځپاڼه ليکي، چې قطر د پاکستان د لومړي وزير سفر دا ښيي، چې پاکستان د فعالې ډيپلوماسۍ په کارولو سره نه يوازې د خپل له لاسه ورکړي ځاى د بېرته ترلاسه کولو په لټه کې دى، بلکې غواړي يو لړ نو ر امتيازات هم ترلاسه کړي.
خو د ملي آرمان ورځپاڼه بيا قطر هېواد ته د پاکستاني پلاوي سفر ته له بل ليدلوري ګوري او هغه کابل ته تېره اونۍ د دغه هېواد د بهرنيو چارو د وزېرې له سفر سره په تړاو کې ګڼي.
ملي آرمان ورځپاڼه ليکي، چې قطر ته د پاکستاني پلاوي سفر په حقيقت کې د هغو طالبانو د روحيې د پياوړې کولو لپاره دى، چې هلته له امريکا سره خبرې اترې کوي او غواړي هغوى ته وښيي، چې په ټول قوت سره د هغوى تر شا ولاړ دي.
د ويسا ورځپاڼې بيا د کانکور په ازموينو کې د يو زيات شمېر ځوانانو د ناکامۍ او بې نتيجې پاتې کېدو ستونزې ته ګوته نيولې او په دې اند ده، چې دولت بايد دې ډول ځوانانو ته د لوړو زده کړو او کار زمينه برابره کړي.
ويسا ورځپاڼه ليکي، چې ځوانان زموږ د ټولنې لويه سرمايه ده، زموږ د هېواد مستقبل همدغو ځوانانو ته سترګې پر لار دى، كه هغوى ته د لوړو زده كړو او كار زمينه مساعده نه شي، نو دغه هېواد به څوك ابادوي؟
د محور ورځپاڼه بيا په خپله نننۍ سرمقاله کې د افغانستان په اړه د يوه پاکستاني سياستوال خبرو ته اشاره لري او دا پوښتنه را پورته کوي، چې کله د پاکستان ملي ګټي د دغه هېواد او خلکو لپاره لومړيتوب لري، نو د افغانستان خلک ولې د خپل وحدت شېرازه نړوي او دا ډول انګېزې يې هم نه شي بېدارولاى.
محور ورځپاڼه ليکي، چې د دغه پاکستاني سياستوال خبرې ښه انګېزه ده، ترڅو له دې وروسته شخصي، غرضي او سليقوي غوښتنې شا ته کړو او د يوې ملي اجنډا له مخې په خپلو ملي اهدافو پسې شو.
انيس دولتي ورځپاڼه په افغانستان کې د ژمي تر حد زياتې يخنۍ او له اړو وګړو سره مرستو ته اشاره لري او ليکي، چې که د ژمي په يخنۍ کې له مصيبت ځپلو سره هر اړخيزه مرسته ونه شي، نو يو انساني ناورين به رامنځ ته شي.
او په پاى کې بله دولتي ورځپاڼه هېواد بيا په خپله نننۍ سرمقاله کې له ولسي جرګې غوښتي، چې د١٣٩١ لمريز کال لپاره وړاندې شوې بوديجه بايد ژر ترژره پاس کړي، ترڅو د دولتي ادارو په کار کې ځنډ او خنډ را منځ ته نه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP