جلال اباد (پژواک ۱۸ سلواغه ۹۰) : د ننګرهار د بټي کوټ ولسوال وايي چې په دولتي ادارو کې نه همغږۍ ددې ولسوالۍ امنيت خراب کړى دى.
بټي کوټ ، چې د جلال اباد – تورخم پر لويه لاره پرته ده، له تېر يوه کال راهيسې پکې امنيتي پېښې زياتې شوې دي.
د بټي کوټ نوي ولسوال حاجي زلمي د سلواغې په ۱۸ مه له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکې کې وويل چې په دې ولسوالۍ کې د رغنيزو پروژو او امنيت نشتوالی ددغې ولسوالۍ په ادارو کې د نه همغږۍ له امله رامنځ ته شوى دى.
هغه زياته کړه چې موسسې په ډاډه زړه نه شي کولی ،چې په دغې ولسوالۍ کې پروژې پلې کړي او نه هم د تورخم – جلال اباد مسافرين په ډاډه زړه له دغې ولسوالۍ تېرېدلى شي.
ولسوال وويل چې پوليسو د ابتداييه محکمې په ودانۍ کې بسترې اچولي او په وينا يې ډېرې داسې بې نظمه ادارې شته ، چې د ولس له همغږۍ پرته چارې تر سره کوي.
د حاجي زلمي په وينا، په لومړي سر کې به دولتي ادارې منظمې او بيا به دخلکو په مرسته ډاډ من امنيت رامنځته کړي.
ولسوال وويل چې د جهاد د دورې له پېژندګلوۍ څخه په ګټه اخيستو به د قومي مشرانو اعتماد تر لاسه کړي،د پوهنې ، روغتيا او سړکونو پروژې به په دغې نسبتاً نا ارامې ولسوالۍ کې پلې کړي.
نوموړى وايي چې په خپلو شخصي امکاناتو به د ولسوالۍ په مرکز کې د کمپيوټر زده کړې يو ستر روزنيز مرکز پرانيزي.
ددغې ولسوالۍ د پرمختيايي شوار منشي حاجي شريف خان پژواک ته وويل چې ددغې ولسوالۍ نږدې ټول ښوونځي د انګړ دېوالونه ،نه لري او نه هم يو داسې لومړنی لس بستريز روغتون لري، چې ناروغان يې درملنه کړي .
شريف خان وايي چې د سپين غر او کوټ له ولسواليو څخه په عمبر خانې خوړ کې سيلابونه هر وخت د دوی لسګونه جريبه ځمکه وړي او د پول د نشتوالي له امله ولسوالۍ په دوو برخو وېشي .
نوموړي قومي مشر زياته کړه چې په بټي کوټ کې د دولتي ځنګلونو او فارمونو شتون تر څنګ ، د نورو ولاياتو د اوسېدونکو استوګنه د ناارامۍ يوبل ستر لامل دی.
د عمبر خانې د کلي قومي مشر نور رحمان مومند پژواک اژانس ته وويل چې د نوي ولسوال له راتګ وروسته دوی ټولو موسساتو ته تضمين ورکوي، چې د انجنيرانو او کارکوونکو امنيت به يې خوندي کوي.
دغه قومي مشر د ولسوالۍ د ستراتيژيک موقعيت له امله غوښتنه وکړه چې د ملي پوليسو تشکېل دې زيات شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP