Language

په ځانمرګيو واسکټونو او موټربمونو کې کارېدونکي چاودېدونکي توکي ونيول شول

کابل ( پژواک ١٨ سلواغه ٩٠) په هلمند کې په ځانمرګيو واسکټونو او موټربمونو کې کارېدونکي زر کيلو ګرامه توکي ، ١٥ کړۍ د ټانک ضد ماينونه او يوه اندازه نور چاودېدونکي توکي نيول شوي دي .

د هلمند ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه توکي نن د ملي امنيت ځواکونو لخوا د نهرسراج ولسوالۍ په بلوڅانوكلي كې ترسره شول.

سرچينه ليکي ، چې ياد شوي زر کيلو ګرامه توکي ( ټي ان ټي ) نومي او په دې عملياتو کې ۸۰ متره د پريمكاټ په نوم چاودېدونكى مزى اويوه اندازه د ماينونو د چوولوكانچې اونوروسايل هم نيول شوي دي .

په خبرپاڼه کې راغلي : (( دغه ماينونه اوچاودېدونكي توكي د ترهګرو لخوا د ناوې ولسوالى تش په نوم ولسوال نافذ اړوند وو اوغوښتل يې چې له هغه ځاى څخه يې ناوې ولسوالى اولښكرګاه ښارته وليږدوي اوپه يادوسيموكې ترې په ترهګريزوبريدونوكې كار واخلي.))   

سرچينه زياتوي چې له دې توكيوسره د تړاوپه تورتردې مهاله څوك نه دي نيول شوي ، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.