Language

دوه زده کوونکي و وژل شول او درې تنه ټپيان دي

محمودراقي (پژواک ١٩ سلواغه ٩٠): دوه زده کوونکي په داسې حال کې، چې د کانکور تر ازموينې وروسته په تګاب ولسوالۍ کې خپلو کورونو ته روان وو، د نا پېژانده وسلوالو له خوا وژل شوي، دوه زده کوونکي او د يوه ښوونځي يو سرښوونکى ټپيان شوي دي.

د کاپيسا د تګاب ولسوال عبدالحکيم اخند زاده نن (د سلواغې ١٩مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کسان تېر ماښام د تګاب د تترخېلو په سيمه ګې د ناپېژانده وسلوالو تر بريد لاندې راغلل.

د ده په وينا، دغه کسان د کانکور د ازموينې لپاره د ولايت مرکز ته تللي وو، چې د بېرته را ګرځېدو په وخت کې د ناپېژانده وسلوالو له خوا د هغوى دوه تنه و وژل شول او دوه نور د تګاب د يوه ښوونځي له سرښوونکي سره ټپيان شول.

نوموړي د ډېرو معلوماتو له وړاندې کولو پرته زياته کړه، چې درې واړه ټپيان د پوليسو له خوا د ولايت په مرکز کې د ايساف روغتون ته ولېږدول شول.

د کاپيسا د پوهنې رياست تدريسي مرستيال عبدالرحمن ساپي هم د دې پېښې په پخلي سره پژواک ته وويل، چې تر اوسه د بريد کوونکو په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

هغه زياته کړه، چې تېره ورځ د دوولسمو ټولګيو له فارغانو د البيروني په پوهنتون کې د کانکور ازموينه واخيستل شوه، چې د تګاب ولسوالۍ څلور زده کوونکي خپل کور ته د بېرته ستنېدو په وخت کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د تترخېلو د سيمې يوه مشر شميم پژواک ته وويل: ((د ماښام شاوخوا اوه بجې وې، چې د ډزوغږ واورېدل شو.))

د ده په وينا، کله چې له کور څخه بهر ته وتلى، دوه مړي او درې ټپيان يې وليدل، چې د ښوونځي يو سرښوونکى هم د ټپيانو په منځ کې و.

سرچينې وويل، چې د ښوونځي سرښوونکي هم له زده کوونکو سره د کانکور د ازموينې لپاره مرکز ته تللى و.

د يادونې ده، چې د روان کال له پيل څخه دغه لومړى ځل دى، چې د کاپيسا په ولايت کې د ښوونځي زده کونکي د غير مسوولو وسلوالو له خوا وژل کېږي.