Language

د هلمند په ولسواليو کې ٢٤ قابله ګانې پر دندو وګومارل شوې

لښکرګاه ( پژواک ٢٠ سلواغه ٩٠ ): د هلمند په لرو پرتو ولسواليو کې د مور ماشوم د مړينې د کچې کمولو په موخه ٢٤ قابله ګانې له دوه کلنې زده کړې وروسته فارغې او په ولسواليو کې په دندو وګومارل شوې.

د دې ولايت د عامې روغتيا مرستيال ډاكټر رحمت الله محمدي د سلواغې په ٢٠مه، دې قابله ګانو ته د سندونو ورکولو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه  ۲۴ تنه يې له ولسواليو څخه دې دوه كلن پروګرام ته راغوښتې وې.

هغه زياته کړه، چې دوى به تر دې وروسته خپلو ولسواليو ته ځي او په سيمه ييزو كلينيكونو كې به دنده ترسره كوي، چې له دې سره به په ولسواليو کې شته روغتيايي ستونزې هوارې شي.

ډاکټر محمدي وايي چې تر دې وړاندې هم يوه دوره قابله ګانې يې فارغه كړي، چې په ولسواليو او په مركز لښكرګاه كې د روغتيا په برخه كې خدمات وړاندې كوي.

د نوموړي په وينا، له دې كار څخه  يې موخه په ولسواليو او لښكرګاه كې د مور او ماشوم د مړينې مخنيوى دى؛ ځكه چې تر دې وړاندې په سيمه كې خلكو هم شكايت كاوه، چې دوى په خپلو سيمه ييزو روغتيايي مركزونو كې ښځنيه كاركوونكې نه لري.

د هلمند ولايت د عامې روغتيا مرستيال زياتوي، چې له همدې امله خلک له لرې پرتو سيمو څخه خپل ولادي ناروغان د ولايت مرکز لښکرګاه ته رالېږدول.

د هلمند والي محمد ګلاب منګل پر دې مهال وويل، چې د ښځينه روغتيايي كاركوونكو روزل تر ټولو مهمه اړتيا ده.

هغه زياته کړه، چې په دې ولايت کې د مور ماشوم د مړينې کچه د ناوړه دودونو ترڅنګ د روغتيايي ښځينه کارکوونکو د نه شتوالي له امله هم زياته وه؛ خو نوموړي په دې اړه شمېرنې ورنه کړې.

منګل وايي: ((خلک په داسې حال کې چې د ولسواليو په کلينيکونو کې د قابله ګانو له نه شتون څخه شکايت کوي، چې خپلې لوڼې ښوونځيو او دا ډول روزنيزو پروګرامونو ته نه پرېږدي.))

د خالدې په نوم يوې فارغ شوې پژواک اژانس ته وويل، چې له ګرشک ولسوالۍ څخه دې روزنيز پروګرام کې د ګډون په موخه راغلې وه.

هغې ژمنه وکړه، چې تر دې وروسته به په خپله ولسوالۍ کې د خلکو خدمت کوي.

له ناوې ولسوالۍ څخه راغلې د مرسل په نوم يوې قابلې وويل، چې په دې شرط ورته په دې پروګرام کې د ګډون چانس ورکړ شوى و، چې په خپلې ولسوالۍ کې به خدمت کوي.

نوموړې زياته کړه: ((اوس له زده کړې وروسته به خپلې ولسوالۍ ته ځم او د خلکو خدمت به کوم.))

د هلمند په کچه د مور ماشوم د مړينې په اړه چارواکو څه نه دي ويلي؛ خو په هغې سروې کې چې په دې وروستيو کې د عامې روغتيا وزارت او د مرکزي احصايې له لوري ترسره شوه، د هېواد په کچه د زېږون پر مهال له هرو زرو ميندو ٣٢٧ تنه مري، په داسې حال کې چې دغه شمېره نږدې لس کاله وړاندې  ١٦٠٠ ته رسېده.

همدارنګه دغه سروې چې د نړيوال روغتيايي سازمان، يونيسف او د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې په مرسته ترسره شوې، ښيي چې اوس په هرو زرو ماشومانو کې چې عمرونه يې له دوو کلونو کم دي،  ٧٧ تنه او په هرو زرو ماشومانو کې چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم او له دوو کلونو ډېر دي، ٩٧ تنه مړه کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې لس کاله وړاندې په هرو زرو ماشومانو  کې، چې عمرونه يې له دوو کلونو کم و، ١١١ تنه او په هرو زرو ماشومانو کې چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم او له دوو کلونو ډېر وو، ١٢٩ تنه مړه کېدل.