ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بېلابېلو تورونو ٢٢ تنه ونيول شول

author avatar
9 Feb 2012 - 15:43
author avatar
9 Feb 2012 - 15:43

کندهار (پژواک ٢٠ سلواغه ٩٠): د کندهار امنيه قوماندانۍ وايي، چې په روانه اونۍ کې يې په کندهار ښار او ولسواليو کې د عملياتو پر مهال د يوه مخالف وسلوال د وژلو ترڅنګ ٧ نور وسلوال مخالفين، ١٠ جنايي مجرمين او ٥ قاچاق کوونکي ژوندي نيولي دي.

دغه څرګندونې د ياد ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي نن د سلواغې په ٢٠مه د کندهار ولايت له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې د اونيز امنيتي خبري کنفرانس پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه، په دغو عملياتو کې له چاودېدونکو توکو ډک زرنج موټرسايکل، له چاودېدونکو توکو ډکې ٢١ ډبې او له يادو توکو ډک دوه د بخار دېګونه، ٤٥ کيلوګرامه باروت، ١٠ د راکټ مرمۍ، ١٠٤ ميله تومانچې، ٧ شاجورونه، ٣٠ پټاکۍ، ٦٥ د تومانچې مرمۍ او ٢موټرسايکلونه هم نيولي دي.

د نوموړي په وينا، په دې اونۍ کې د نشه يي توکو پر وړاندې هم عمليات شوي او د ٥٠ ګرامو هيرويينو په تړاو يې ٥ تنه نيولي دي.

دى وايي، دغه راز په کندهار ښار کې ١٠ تنه پر جنايي جرمونو تورن هم نيول شوي، چې په غلاوو، وژنو او نورو جرمونو کې لاس لري، چې د ځينو يې دوسيې اړوندې څارنوالۍ ته سپارل شوې او د نورو تر کار لاندې دي.

اطرافي د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې د پوليسو په ليکو کې اوس هم کم عمره هلکان ليدل کېږي، وويل، چې دوى د دغه ډول کارونو مخنيوى کوي او نه پرېږدي، چې د پوليسو په ليکو کې دې د کم عمر هلکان دندې ترسره کړي.

نوموړي په همدې اونۍ کې د يوې امنيتي کمپنۍ ترمنځ د خپلمنځي نښتې په اړه، چې د پوليسو په ګډون په کې ٩ تنو ته مرګ ژوبله واوښته، وويل، چې دغه کمپنۍ د هغو دريو کمپنيو له ډلې ده، چې مرکز ورته د فعاليت جواز ورکړى دى.

دى وايي، دغه پېښه اوس هم تر څېړنې لاندې ده او جزئيات يې لا نه دي بشپړ شوي.

هغه زياته کړه، چې د روانې اونۍ په اوږدو کې د پوليسو له لوري په ترسره شوو عملياتو کې پوليسو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.