کابل ( پژواک ٢١ سلواغه ٩٠ ) : د بګرام زندان مشرتوب تر يوې مياشتې په بشپړ ډول له امريکايانوڅخه افغان حکومت ته سپارل کېږي.
دغه پرېکړه تېره ورځ د ولسمشرحامد کرزي په مشرۍ د عدليې او قضايي کمېټې په غونډه کې په ارګ کې وشوه.
د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، يادې غونډې ته افغان حکومت ته د بګرام زندان مسووليت د سپارلو په اړه د ملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ راپور واوراوه.
د جمهوري رياست په خبرپاڼه کې راغلي ، چې د ملي دفاع وزير يادونه وکړه، چې په تېره ټاکل شوې نېټه کې نږدې ٦٠٠ بنديان يا خوشې شوي او يا افغان دولت ته سپارل شوي ، خو افغان حکومت ته د زندان د مشرتوب سپارل تراوسه ندي ترسره شوي .
په خبرپاڼه کې زياته شوې ، چې غونډې افغانستان ته د زندانونو مديريت د سپارلو کمېسيون ته لارښوونه وکړه، چې د روان کال د کب تر ٢١ مې نېټې پورې بايد افغان حکومت ته د بګرام زندان مشرتوب وسپارل شي.
د يادونې ده ، چې د تېرو هوکړو له مخې ، له امريکايانو څخه افغان حکومت ته د بګرام زندان د مديريت د سپارلو په موخه د ١٣٨٨ کال د مرغومي په ١٩مه يو کمېسيون جوړ شو، څو ديوه کال په موده کې د بګرام زندان په بشپړ ډول افغان حکومت ته وسپاري.
له همدې مخې حامد کرزي د ١٣٩٠ کال د مرغومي په پنځلسمه په عدلي او قضايي غونډه کې د ملي دفاع وزارت په مشرۍ غونډې ته دنده سپارلې وه، څو ديوې مياشتې په موده کې د بګرام زندان په بشپړ ډول افغان حکومت ته وسپاري.
په دې غونډه کې قاضي القضات او د سترې محکمې سرپرست ، د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيرانو، د ملي امنيت سلاکار، لوى څارنوال، له اداري فساد سره د مبارزې ستراتيژي پر پلي کېدو د څارنې د عالي ادارې رييس ، د ملي امنيت عمومي رييس ، د امنيتي مسووليتونو د لېږد کمېسيون رييس، د جمهوري رياست د عدلي او حقوقي چارو د مشورتي بورد رييس او د سيمه ييزو ارګانونود خپلواکې ادارې رييس ګډون درلود.