لښکرګاه (پژواک ٢٢ سلواغه ٩٠): په هلمند كې چارواكو په دوو بېلابېلو عملياتو كې د دولت د اووه مخالفينو د وژلو خبر وركړ.
د دې ولايت د والي وياند داوود احمدي د سلواغې په ۲۲مه، پژواك خبري اژانس ته وويل چې طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په نادعلي او واشېر ولسواليو كې اوښتې ده.
د ده په وينا، دغه عمليات د نادعلي ولسوالۍ په كوفكه سيمه كې د ګډو ځواكونو له خوا څلور ورځې مخکې پيل شوي وو، چې موخه يې په سيمه کې امنيت ټينګول و او په کې درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
احمدي وايي، چې سيمه اوس مهال د دولت له وسله والو مخالفينو پاكه شوې او پوليسو ته درې ميله وسلې او ۲۱ ماينونه په لاس ورغلي دي.
بل پلو داوود احمدي وايي، چې تېره شپه د واشېر ولسوالۍ د ميان پشتي په سيمه كې هم ګډو ځواكونو عمليات تر سره كړي، چې په ترڅ كې يې د دوو طالب قوماندانانو په ګډون څلور د دولت مخالفين وژل شوي دي.
احمدي زياتوي چې په دې عملياتوكې يې شپږ ميله وسله هم د دولت له مخالفينو ترلاسه شوې او په دواړو ترسره عملياتوكې ګډو ځواكونو ته زيان دى اوښتى.
بل خوا د طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي پژواك خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار يې په سنګين ولسوالۍكې د يوه ماين په چاودنه كې څلور پوليس وژلي دي.
په دې اړه د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ مرستيال سمونوال محمد اسماعيل هوتك پژواك ته ومنله، چې د سنګين د حاجي فتح محمد په پيچ نومې سيمه كې پر پوليسو د ماين چاودنه شوې ده.
د ده په په وينا، دا پېښه نن سهار شوې، چې درې پوليس په كې ټپيان شوي او موټر يې تخريب شوى دى.