کلات ( پژواک ۲۲ سلواغه ۹۰ ) د زابل په ولایت کې د ایساف یوه قراردادي چورلکه غورځيدلې چې له امله یې د دغې چورلکې څلور واړه عمله وژل شوي دي .
په کابل کې د ایساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر دسلواغې په ۲۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې پيښه نن په زابل ولایت کې رامنځ ته شوې ده.
د سرچیني د معلوماتو له مخې چې لویدلې چورلکه پوځي نه بلکه ملکي وه او د سوپریم په نوم په یوې کمپنۍ پوري یې اړه درلوده.
د سوپریم کمپنۍ د اړیکو دفتر هم له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې یاده پيښه تایید کړې ده او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده .
سرچینې زیاته کړه چې د دوی اړونده یوه هلیکوپترې نن د زابل په غربي سیمو کې سقوط کړی دی او له امله یې د دغې الوتکې څلور واړه عمله وژل شوي دي
د سرچیني د معلوماتو له مخې چې لویدلې الوتکه EY-106 ده او وژل شوي اتباع یې د تاجکستان د هیواد وګړي دي.
د سوپریم کمپنۍ د اړیکو د دفتر له مخې چې غورځیدلې چورلکه کې د امریکايي پوځيانو لپاره اوبه او خوراک لیږدول کیدل
یاده سرچینه وايي چې د پيښي د رامنځ ته کیدو د عواملو په اړه د دوي پلټنې رواني دي خو داسي ښکاري چې کوم بل څوک په پيښه کې لاس نه لري
په زابل کې دولتي چارواکي تراوسه پوري د پيښي اړه بې خبري ښيي
د دولت کومې مخالفې ډلې هم تر اوسه پوري د پيښي په اړه څه ندي ویلي
د یادولو وړ ده چې نن د زابل ولایت د مرکز کلات تر څنګ په یو شمیر سیمو کې د واورو سخت اورښت د شاوخوا پنځو ساعتونو لپاره دوام درلود او کیدای شي د خرابې هوا له امله دا چورلکه غورځیدلې وي.
يادونې وړ ده چې تېره اونۍ په پکتيکا ولايت کې هم د ايساف يوه چورلکه غورځېدلې وه او تېره مياشت په هلمند ولايت کې د ايساف د يوه قراردادي ملکي چورلکې د لوېدلو له امله يې درې امريکايي کارکوونکي مړه شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP