Language

د ملي اردو پنځه سرتېري ټپيان شول

مهترلام (پژواک ٢٢ سلواغه ٩٠): د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې د ملي اردو پنځه سرتېري ټپيان شول.

په دې ولايت کې د ملي اردو د٢٠١ سېلاب قول اردو د لومړۍ لوا د دوهم کنډک قوماندان ډګرمن شاه عالم د سلواغې په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن غرمه مهال د اليشنګ ولسوالۍ د ترنګ په سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د ملي اردو سرتېري په سيمه کې پر ګزمې  بوخت وو، چې د سړک غاړې ځاى پر ځاى شوى ماين پرې وچاودېد.

د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې پنځه سرتېري ټپيان شوي، چې د ٢٠١ سېلاب قول اردو مرکزي روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا ادعا کوي، چې په دې چاودنه کې درې سرتېري وژل شوي او دوه يې ټپيان دي.