Language

 مهترلام (پژواک ٢٣ سلواغه ٩٠): د لغمان يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې له نا امنيو سر ټکوي او زياتوي، چې په دې وروستيو کې يو ډول مرموزې وژنې پيل شوې دي.

د دغه ولايت اوسېدونکي په داسې حال کې نا امنيو اندېښمن کړي، چې د دغه ولايت د مرکز مهترلام ښار او قرغيو ولسوالۍ د امنيت چارې له ايساف څخه افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي.

د ولايت د مرکز مهترلام اړوند د پشيو د کلي يوه اوسېدونکي شفيق الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې وروستيو کې د ځينو سيمو امنيت خراب شوى دى.

هغه زياته کړه، چې د تېرې اونۍ په اوږدو کې يواځې د مهترلام ښار په مربوطاتو کې دوه تنه په مرموز ډول وژل شوي دي.

شفيق الله وايي، چې د مهترلام ښار په ځينو کليو کې د ماښام له لمانځه وروسته خلک له کورونو نه شي وتلاى.

د مهترلام د هرمل سيمې يوه اوسېدونکي حفيظ الله هم له نا امنۍ سر ټکوي او زياتوي، چې د دوى په سيمه کې امنيت نشته.

د نوموړي په وينا، په سيمه کې يې يو شمېر وسلوال د شپې له خوا ګرځي، خو دوى يې نه پېژني، چې څوک دي.

حفيظ الله وايي، چې که د شپې له خوا چا ته ناروغ پيدا شي، نو د نا امنيو او وسلوالو له وېرې نه شي کولاى، چې روغتون ته يې ولېږدوي.

د مهترلام يو بل اوسېدونکى هجرت الله وايي، چې څو ورځې وړاندې يو ځوان د نامعلومو وسلوالو له خوا له کوره و ايستل شو او بيا وژلى و.

د نوموړي په وينا، دغه ځوان ماليار نومېده او په مهترلام ښار کې يې موټر شويي درلوده، خلک نه پوهېږي، چې هغه په کومه ګناه وژل شوى دى.

د قرغيو ولسوالۍ د قومي شورا مشر حاجي شاه مردخان هم په دې ولسوالۍ کې د يوې مرموزې وژنې خبره کوي.

هغه زياته کړه، چې درې ورځې مخکې د سيند پر غاړه يو داسې مړى موندل شوى و، چې سر يې ترې پرې شوى و.

د نوموړي په وينا، دغه مړى له پېژندلو وتلى و او دوى د مهترلام ښار ملکي روغتون ته يووړ.

ياد قومي مشر وايي، چې که څه هم قرغيي د سولې ولسوالۍ اعلان شوې او د امنيت چارې يې هم افغان ځواکونو ته سپارل شوې، خو دا ډول وژنه په خلکو کې وېره پيدا کړې ده.

د لغمان د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبداللطيف قيومي پژواک ته وويل، چې دوى ته هم دوه جسدونه ور وړل شوي وو، چې يو يې له پېژندلو وتلى و او د ښاروالۍ په مرسته يې خاورو ته وسپاره.

د هغه په وينا، بل جسد د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ يو اوسېدونکي و، چې کورنۍ ته يې سپارلى دى.

د لغمان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ هم وايي، چې په دې وروستيو کې ځينې مرموزې وژنې شوې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې يوه مرموزه وژنه په قرغيو ولسوالۍ او دوه نورې په مهترلام ښار کې شوي دي.

د سرجنګ په وينا، د مهترلام ښار د ابوزيو د پول له پورې غاړې غرونو څخه ځيني ناپېژانده وسلوال ښار ته راځي او نا امنۍ رامنځته کوي.

خو امنيه قوماندان وويل، چې دغه کسان به يا ونيسي او يا به يې له منځه يوسي.

سرجنګ د دغه ولايت په نورو سيمو کې په ټوليزه توګه امنيتي حالت ډاډ من وباله او زياته يې کړه، چې امنيتي ځواکونه، په ځْانګړې توګه پوليس شپه او ورځ د خلکو په خدمت کې دى.

نوموړي ژمنه وکړه، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه ولايت په ټولو سيمو کې ډاډمن امنيت رامنځته کړي.

امنيه قوماندان وويل، چې د دغه ولايت په ځينو ساحو کې استخباراتي جنګ روان دى، په مرموز ډول وژنې کېږي، خو په دې اړه يې نور معلومات ورنه کړل.

هغه د امنيت په راوستلو کې د خلکو له مرستې مننه وکړه او له هغوى يې وغوښتل، چې د هېواد له امنيتي ځواکونو سره دې په دې برخه کې نورې مرستې هم وکړي.

امنيه قوماندان د دغه ولايت ټولو ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې هغه کسان به له منځه يوسي، چې د دغه ولايت امنيت له ګواښ سره مخ کړي.