Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لښکرګاه (پژواک ٢٣ سلواغه ٩٠): د هلمند په مركز لښكرګاه كې د كندهار د ښكلو هنرو د ټولنې له خوا د مرمرو په نوم دوه ورځينۍ نندارتون پرانيستل شو.

دا لومړى ځل دى چې نن (د سلواغې ٢٣مه) په هلمند ولايت کې په لاس جوړ شوي ډول ډول انځورونه نندارې ته وړاندې كېږي او لسګونو كسان يې نندارې ته ورځي.

د كندهار د ښكلو هنرونو د ټولنې مشر امان الله درخشان پژواك خبري اژانس ته وويل، چې كه څه هم په كندهار كې يې دا هڅه له وړاندې پيل كړې ده؛ خو دا لومړى ځل دى چې خپل انځورونه په هلمند كې نندارې ته وړاندې كوي.

د هغه په وينا، په نږدې راتلونکي کې به په كابل او نورو ولايتونو كې هم دا كار وكړي.

ده وويل، چې د دوى د ټولنې له خوا ۱۵۲ بېلابيل انځورونه د دوو ورځو لپاره په دې ولايت كې نندارې ته وړاندې كېږي او ځينې تابلوګانې كه خلك يې وغواړي، وبه يې پلوري.

د نوموړي په خبره، د دوى ټولنه د دوو ښځو په ګډون ۱۱ غړي لري او غواړي چې خپل هنر د هېواد له ټولو ځوانانو سره شريك كړي، د ټولنې حقايق او اړتياوې له دې لارې تر خپلو هېوادوالو ورسوي.

دغه نندارتون چې د هلمند په دارالمعلمين کې پرانيستل شو، د پرانيستلو پرمهال يې د هلمند والي محمد ګلاب منګل د كندهار ولايت له فرهنګيانو څخه مننه وكړه، چې دې ولايت ته له خپل هنر سره يوځاى راغلي دي.

د والي په وينا، په دې ولايت كې پر امنيت سربېره په نورو برخو كې هم زيات بدلون راغلى دى؛ خو د انځورګرۍ برخه په نشت حساب ده.

نوموړي له ځوانانو څخه وغوښتل، چې د كندهار د ځوانانو په مرسته او لارښوونه د دې برخې په پياوړي كولو كې هڅې وكړي.

ده زياته کړه: ((په هلمند ولايت كې ښه استعدادونه شته، خو د راوېښولو او پوهولو لپاره يې كار نه دى شوى، خو بيا هم د ادب او شعر په برخه كې زيات مثبت بدلون راغلى دى.))

والي ژمنه وكړه، چې د ولايت اداره به په دې برخه كې تر خپله وسه مرسته كوي.

د هلمند د اطلاعاتو او كلتور رييس عليشاه مظلوميار هم د دا ډول پروګرامو پر لاره اچول يو پرمختګ بولي او وايي، چې دې برخه ته به وده وركوي او د ټولنې حقايق به له دې لارې خلكو ته وړاندې كوي.

نوموړي د هلمند له والي څخه هم غوښتنه وكړه، چې د هلمند د شاعرانو او ليكوالانو د كتابونو په چاپولو سربېره د انځورګرۍ په برخه كې هم مرسته وكړي.

په ولسي جرګه كې د هلمند د خلكو استازې نسيمې نيازۍ، په دې مراسمو كې وويل چې په هلمند كې په لسګونو پخواني انځورګران شته؛ خو د نه امكاناتو له امله يې فعاليتونه نيمګړي دي.

د كندهار ولايت اوسېدونکي ليكوال او شاعر عبدالاحد محمديار پژواک اژانس ته وويل، چې په اوسنيو حالاتو كې د هنرمندانو مسووليت دى، چې د خپل هنر له لارې د ټولنې نيمګړتياوې او اړتياوې پوره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.