کابل (پژواک ٢٤ سلواغه ٩٠): امريکايي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته د هڅونې په موخه د دغه هېواد د ١٢ شرکتونو استازي د امريکا د سوداګرۍ وزارت د مرستيال په مشرۍ کابل ته راغلي دي.
د امريکا متحده ايالاتو د سوداګرۍ وزارت مرستيال فرانسسکو سنچز (Francisco Sanchez) د سلواغې په ٢٤مه، په کابل کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل، چې د امريکا پوځي ماموريت په ٢٠١٤ زېږديز کال کې په افغانستان کې پاى ته رسېږي؛ خو دا په دې معنا نه ده چې امريکا به له افغانستان سره خپلې ټولې همکارۍ پاى ته رسوي.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، هېواد يې له ٢٠١٤ کال وروسته هم له افغانستان سره د اقتصادي همکاريو په برخه کې ژمن پاتې کېږي.
سنچز وويل چې له ده سره د ١٢ امريکايي شرکتونو راغلي استازي به، له افغاني سوداګرو او پانګوالو سره له نږدې په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې وکړي.
د هغه په وينا، ياد شرکتونه د ترانسپورت، خوراکي توکو، ودانيزو چارو، کانونو د راسپړلو او ماشين الاتو د توليد په برخه کې فعاليت لري.
ده زياته کړه: ((زه چې امريکا ته ولاړم، هلته به نور پانګوال هم وهڅوم چې افغانستان ته راشي او پانګونه وکړي.))
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې لومړى مرستيال خان جان الکوزي، د امريکا د سوداګرۍ وزارت د مرستيال له څرګندونو ملاتړ وکړ او دغه کار يې د افغانستان او امريکا ترمنځ د سوداګريزو او اقتصادي همکاريو په اړه يو نېک اقدام وباله.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سوداګرۍ او صنايعو خونه به په هېواد کې هغه سوداګر او پانګوال چې له مسلکي او مالي اړخه وړتيا ولري، امريکايي پانګوالو ته وروپېژني، ترڅو ورسره ګډه پانګونه او سوداګري وکړي.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، افغانستان دا مهال په کال کې د ٥٠ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت توکي امريکا ته صادارت لري، چې ډېرى برخه يې غالۍ جوړوي.
دغه راز هغه وويل چې افغانستان ته د امريکا صادرات په کال کې شاوخوا ٢٥٠ ميليونه امريکايي ډالرو ته رسېږي، چې ډېرى برخه يې ماشين الات، الکترونيکي او خوراکي توکي جوړوي.
Views: 40
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP