لښکرګاه (پژواک ٢٤ سلواغه ٩٠): په هلمندکې د وسلوالو طالبانو لخوا د ټاکل شوي ښاروال په کور کې د درې نيم ټنه چاودېدونکو توکو د نيولو خبر ورکړل شو.
د هلمند ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه د سلواغې په ٢٤ پژواک اژانس ته په راليږل شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه د لښکرګاه اړوند د مخطر کلا د جاني خېلو په کلي کې د ملي امنيت ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې درې نيم ټنه چاودېدونکي توکي نيول شوي دي.
د سرچينې په وينا،دغه توکي د وسلوالو طالبانو لخوا د لښکرګاه لپاره د ټاکل شوي ښاروال ملا جبار په کور کې نيول شوي دي.
خبرپاڼه وايي، چې دغه عمليات د هلمند د ملي امنيت اړوند د بست د ١٧٠ قطعې ترسره کړي، چې په کې يې ٣٥٠٠ کيلو ګرامه نقره يي امونيم نايټرېټ او پوتاشيم کلورايډ ترلاسه او له منځه وړي دي.
د سرچينې په خبره، ياد چاودېدونکي توکي زياتره د ځانمرګو په واسکټونو، موټر او موټر سايکل بمونو کې کارول کيږي.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې دغه توکي د پاکستان له کوېټې څخه راوړل شوي وو او وسلوالو غوښتل، چې په هلمند کې يې د ورانکاريو په موخه په خپلو ډلو باندې وويشي.
د سرچينې په وينا، په دې عملياتو کې وسلواله نښته نه ده شوې او دغه راز د دغو توکو په تور څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
وسلوالو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.