Language

چاريکار (پژواک ٢٥ سلواغه ٩٠): د سالنګ لويه لار د واورې ورېدو او سخت توپان له امله په سوېلي او شمالي سالنګ کې بنده شوې وه، چې له ٣٦ ساعتونو بندېدو وروسته، نن د مساپر وړونکو موټرو د تګ راتګ پرمخ خلاصه شوه.

 د سالنګونو د څارنې او ساتنې مشر جنرال رجب، د دې مطلب په څرګندولو سره پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په سالنګونو کې دا مها ل واوره نه وري او د هغوى کارکوونکي په دې توانېدلي، چې په لسو ساعتونو کې شاوخوا ١٨ واورې ښويېدنې پاکې کړي او د مساپر وړونکو موټرو د تګ راتګ پرمخ د تونل دواړه خواوې پرانيستل شوې.

 دا لويه لار، چې مرکز له نهو شمالي او شمال ختيځو ولايتونو سره نښلوي، تېره شپه د واورې او توپان له امله په سوېلي او شمالي سالنګ کې بنده شوه؛ خو نن د ترافيکو پرمخ بېرته خلاصه شوه.

 د رجب په وينا، لسګونه مساپر وړونکي موټر چې د مساپرو د مصوونيت په خاطر د تونل دواړو غاړو ته درول شوي وو، اوس مهال د سالنګ له لويې لارې څخه د تېرېدو په حال کې دي.

 سرچينې زياته کړه، چې د دې موټرو له تېرېدو او د زيات ډاډ له ترلاسه کولو وروسته به بار وړونکو موټرو ته هم د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

 د جبل السراج ښار د ترافيکو مدير نعيم الله پژواک ته وويل، چې د جبل السراج ولسوالۍ په تاجيکان سيمه کې لسګونه موټر درول شوي دي.

 هغه زياته کړه، چې په لومړي سر کې ټولو مساپر وړونکو موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوه او ډېر ژر به بار وړونکو موټرو ته هم د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

 د ژمي په موسم کې تل په سالنګونو کې د توپان او واورو ښويېدنې پېښې، چې ځينې وخت د سر زيان هم لري، رامنځ ته کېږي.

 د ١٣٨٨کال د سلواغې په ١٩مه، په سوېلي سالنګ کې د سختو واورو ښويېدنو او توپانونو له امله، شاوخوا ١٧٠ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ١٢٥ نور ټپيان شول.