مزارشريف (پژواک ٢٥ سلواغه ٩٠): په بلخ کې يو ځل بيا د ګاز ډبې د چاودنې له امله ديوې کورنۍ شپږ غړي ټپيان او يو ماشوم مړ شو.
د بلخ د مرکز مزارشريف د حوزوي روغتون مشر ډاکټر انوري د سلواغې په ۲۵مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېر ماښام د مزارشريف ښار په بابا يادګار سيمه کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله يو ۴ کلن ماشوم مړ او ۶ تنه نور ټپيان شول.
نوموړي زياته کړه، چې په ټپيانو کې يو سړی، يوه مېرمن او ۴ ماشومان شامل دي، چې ۵ يې ۷۰ سلنه سوځېدلي او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.
د هغه په وينا، پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې دغې کورنۍ د ګاز ډبه په دې ګومان، چې يخ وهلې پر بخارۍ باندې اېښې وه او د ډېر ګرمېدو له امله چاودېدلې ده.
ډاکټر انوري وايي، چې په دغه روغتون کې د سوځېدنې د ټپيانو درملنه په ښه توګه نه شي کېدای او بايد د کابل روغتونونو ته ولېږدول شي.
د يادې کورنۍ غړي د ټپيانو پر حالت اندېښنه وښوده او له حکومت څخه يې د مرستې غوښتنه ورته وکړه.
د دغې کورنۍ يوه غړي محمدقاسم پژواک اژانس ته وويل، چې د ماښام اوه بجې يې په کور کې دوه د ګاز ډبې وچاودېدلې او کورنۍ ته يې مرګ ژوبله واړوله.
نوموړي زياته کړه: ((په شفاخانه کې راته وايي، چې مريضان کابل ته يوسئ، نه پوهېږم څنګه يې بوځم، وس يې نه لرم.))
د هغه په وينا، که ټپيان د کابل روغتونونو ته ونه لېږدوي، نو باور لري، چې له لاسه به يې ورکړي.
محمدقاسم له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې له ده سره دې د ناروغانو په درملنه کې مرسته وکړي.
دا په بلخ ولايت کې په تېرو دوو ورځو کې د ګاز ډبې د چاودنې دويمه پېښه ده، چې شاوخوا ۲۰ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
تېره ورځ هم د دغه ولايت په دهدادۍ ولسوالۍ کې د ورته پېښې له امله يوه ۱۰ کلنه نجلۍ مړه او۱۰ کسان ټپيان شول.
د يادونې ده، چې د ژمي په رارسېدو سره په هېواد کې د ګاز ډبو د چاودنې پېښې زياتې شوي او هر وخت ورسره مرګ ژوبله هم مله وي، چې يو شمېر خلک يې لامل د ګاز ډبو سمه نه کارونه بولي او په دې برخه کې د عامه پوهاوي د کمپاين غوښتنه کوي.