Language

د فرانسې سفير: که افغانان يو شي، څوک يې پر برخليک لوبې نه شي کولاى

کابل (پژواک ٢٦ سلواغه ٩٠): په کابل کې د فرانسې سفير وايي، چې افغانان د خپل امنيت لپاره د ګاونډيانو پر ځاى بايد پر ځان حساب وکړي.

د فرانسې سفير برنر بژولي (Bernard Bajolet) دغه څرګندونې نن (د سلواغې ٢٦مه) په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه، که چېرې افغانان په خپلو کې سره يو شي، نو هېڅوک به ونه شي کولاى، چې د دوى پر برخليک لوبه وکړي.

د فرانسې سفير د افغان شخړې د هوارۍ لپاره پر خبرو اترو ټينګار وکړ، خو زياته يې کړه، چې دا خبرې بايد د افغان حکومت او افغانانو په مشرۍ ترسره شي.

نوموړي په دې لړ کې له ګاونډيو هېوادونو سره د خبرو اترو هم ملاتړ وکړ، خو ويې ويل، چې سوله او خوښي په ټوليزه توګه د هغوى له لارې نه شي راتلاى، بايد ستونزو ته د افغانستان دننه د حل لاره وموندل شي.

د فرانسې سفير وويل، چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه بايد په دې پوه شي، چې په افغانستان کې سوله او ثبات له سياسي او اقتصادي پلوه د دوى په ګټه هم ده.

د نوموړي په وينا، د افغانستان ګاونډيان، د دغه هېواد د خلکو له نفاق څخه په ګټې اخيستنې د افغانستان د خلکو پر برخليک لوبې کوي، خو که چېرته افغانان نفاق پرېږدي او سره يو شي، نو په دې توګه به د ګاونډيانو د لاسوهنې او لوبې مخه ونيول شي.

برنر بژولي وويل، چې په همدې موخه فرانسې په افغانستان کې د سولې په موخه د افغان حکومت او مخالفينو ترمنځ د خبرو ملاتړ کړى دى.

هغه زياته کړه: ((يو وخت به خامخا افغانان سره يو کېږي او په خپلو منځو کې به سره خبرې کوي.))

بژولي وايي، چې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ خبرو ته هيله من دى، خو د افغانستان دولت بايد د خبرو مشري ځکه وکړي؛ چې دوى د افغانستان راتلونکي ته ژمن دي.

ده زياته کړه: ((کوم کار چې نړيواله ټولنه کولاى شي، له مخالف لوري سره خبرو ته  د افغان دولت هڅول دي؛ خو هېڅکله هم نه شي کولاى، چې ځان د دولت پر ځاى وبولي او دا خبرې په خپله مخته يوسي.))

خو د فرانسې سفير زياته کړه، چې له مخالفينو سره د افغان حکومت د سولې خبرې بايد يوه عامه پروسه وي، ټول افغانان او  په ځانګړې توګه د مدني ټولنې او سياسي حزبونو استازي په کې برخه ولري. 

د فرانسې سفير  برنر بژولي له القاعدې سره د اړيکو پرېکول، د تاوتريخوالي پرېښودل، ډيموکراسي د بيان ازادۍ، د ښځو حقونو او د نورو شته ارزښتونو منل له مخالفينو سره د خبرو شرايط وبلل، چې د خبرو پر مهال يا هم له خبرو وړاندې دې ورته پام وشي.

بايد وويل شي، چې افغان حکومت او امريکا هم مخالفينو ته دغه شرايط اېښي دي.

نوموړي د طالبانو له خوا خبرو ته د تياري ښودل يو مثبت پرمختګ ياد کړ، که څه هم تر اوسه دغه خبرې په رسمي توګه نه دې پيل شوې.

د پاکستان په اړه ويل کېږي، چې له ترهګرۍ سره په جګړه کې رښتينى نه دى او په پټه د افغان دولت وسلوالو مخالفينو ته وسلې ورکوي، خو د فرانسې سفير وويل، چې پاکستان په خپله د ترهګرۍ قرباني شوى دى.

د فرانسې سفير همداراز له افغانستان سره د فرانسې ستراتيژيک تړون مهم وباله او زياته يې کړه، چې له مخې به يې د دغه هېواد مرستې په بېلابېلو سياسي، پوځي، اقتصادي، صحي، زراعتي او نورو برخو کې له افغانستان سره دوام وکړي.

افغانستان او فرانسې د تېرې جنورۍ مياشتې په ٢٧مه ستراتيژيک تړون لاسليک کړ، چې د سفير بژولي په خبره، له افغانستان سره د فرانسې د اوږدمهاله همکاريو ژمنتيا څرګندوي.

سفير وويل، چې فرانسې د دغه تړون له مخې په افغانستان کې د نشه يي توکو او ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه غواړي او همداراز په ښوونيزو برخو کې د فرانسوي ژبې پراختيا غواړي.

ده وويل، چې فرانسه به د افغانستان له حکومت سره د بنسټيزو چارو په پرمخ بېولو، په روغتيايي، زراعتي او اقتصادي برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي او همداراز به يو شمېر افغان محصلينو ته په فرانسه کې د تحصيل زمينه برابره کړي.

فرانسې په افغانستان کې څلور زره سرتېري درلودل،  چې په روان کال کې يې څلور سوه سرتېري له دغه هېواده و ايستل او اوس يې ٣٦٠٠ سرتېري پاتې دي، چې په سروبي او کاپيسا ولايت کې مېشت دي.

تر اوسه په افغانستان کې د فرانسې ٨٤ سرتېري وژل شوي دي.

تېره مياشت، چې په کاپيسا ولايت کې د ملي اردو د يوه سرتېري له خوا څلور فرانسوي سرتېري و وژل شو، نو د فرانسې ولسمشر له افغانستان څخه له ټاکل شوې مهالوېش څخه مخکې د خپلو سرتېرو د ايستلو او افغان ځواکونو ته د روزنې بهير وځنډاوه.

خو وروسته چې ولسمشر کرزي دغه هېواد ته سفر وکړ، نو د فرانسې ولسمشر دغه اعلان بېرته واخيست.

فرانسې اعلان کړى، چې د ٢٠١٣ کال تر پايه پورې به له افغانستان څخه خپل ټول جنګي سرتېري وباسي.