ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان: امريکا او ملګري به يې هم د شوروي په برخليک اخته شي

طالبان: امريکا او ملګري به يې هم د شوروي په برخليک اخته شي

author avatar
15 Feb 2012 - 16:26
طالبان: امريکا او ملګري به يې هم د شوروي په برخليک اخته شي
author avatar
15 Feb 2012 - 16:26

کابل (پژواک ٢٦ سلواغه ٩٠): وسله والو طالبانو له هېواده د وخت د شوروي اتحاد د پوځونو  د تېښتې د ورځې په مناسبت هېوادوالو ته مبارکي ويلې او زياته کړې يې ده، چې امريکا او ملګري به يې هم د شوروي په برخليک اخته شي.

د وخت شوروي اتحاد د ١٣٥٨ لمريز کال  د مرغومي په شپږمه، په عصري وسلو سنبال پوځ د حيرتان بندر له لارې افغانستان ته رادننه کړ، ترڅو د خپل لاسپوڅي نظام ستنې ټينګې او په دې توګه خپلو اوږد مهالو موخو ته ورسېږي. 

خو دغه پوځيان د افغان ولس له ټينګ مقاومت سره مخ شول او له لس کلن يرغل وروسته  له دې خاورې د سلواغې په ٢٦مه (نن ورځ)، تېښتې ته اړ شول.

نن په ټول هېواد کې د دې ورځې په مناسبت عامه رخصتي ده او هېوادوال دا ورځ په بېلا بېلو غونډو ترسره کولو سره نمانځي.

 وسله والو طالبانو هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د وخت شوروي اتحاد د افغان غيرتي ولس وينه بهولې وه او د افغانانو له کلکې مبارزې سره مخ شول.

 دوى زياته کړې، چې د مجاهد ولس د جهاد، مبارزې او بې ساري قربانيو له امله شوروي له داسې ماتې او رسوايۍ سره مخ شو، چې په پايله کې يې امپراتوري ړنګه شوه.

 د سرچينې په وينا، د افغانانو سرښندنې يواځې د افغانستان د خپلواکۍ لامل نه، بلکې د کمونستي امپراتورۍ له واکمنۍ څخه د منځنۍ اسيا د ټولو محکومو هېوادونو د خپلواکۍ  او د سره کمونيزم له شره د نړۍ د ژغورنې لامل هم شو.

 طالبانو په دې خبرپاڼه کې، هېواد ته د امريکا او اتحادي پوځونو راتګ له شوروي يرغل سره ورته بللى او زياته کړې يې ده، چې د دوى برخليک به هم، لکه د شوروي اتحاد په څېر وي.

 دوى له امريکا او اتحادي هېوادونو څخه غوښتي، چې د شوروي له برخليک څخه په پند اخيستو له قيدو شرطه له افغانستان څخه ووځي.

 طالبانو د دې ورځې په مناسبت هېوادوالو ته مبارکي هم ورکړې ده.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.