اسلام اباد ( پژواک ۲۷ سلواغه ۹۰ ) : ولسمشر حامد کرزي له پاکستاني علماوو وغوښتل چې په افغانستان کې دسولې په پروسه او د ښوونځیو په فعاله ساتلو کې خپل رول ترسره کړي.
ولسمشر حامد کرزی د پاکستان او ایران له ولسمشرانو سره به یوه درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه نن دسلواغې په ۲۷مه، اسلام اباد ته رسیدلی دی.
د ولسمشر ویاند اېمل فیضي پژواک خبري اژانس ته وویل چې ولسمشر حامد کرزي نن د خپلې استوګنې په ځای کې د پاکستان د جمعیت علما اسلام د مرستیال مولوي عبدالغفور حیدري په مشرۍ له یوه پلاوي سره ولیدل.
د هغه په وینا، له دې وروستو ولسمشر د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند له پخواني مشر قاضي حسین احمد سره هم ولیدل.
سرچینې زیاته کړې چې ولسمشر په دې لیدنو کې له پاکستاني عالمانو وغوښتل چې دافغانستان په سوله ، دښوونې او روزنې او په ځانګړې توګه د نجونو د ښوونځیو په فعاله ساتلو کې خپل رول ترسره کړي او په دې برخه کې پر طالبانو فشار واچوي.
حامد کرزي وویل چې په اسلام کې علم پر نارینه او ښځینه دواړو باندې فرض شوی نو ځکه باید دافغانستان ښځینه او نجونې هم باید له دې نعمت څخه برخمنې شي.
ولسمشر دغه راز له پاکستاني علماوو وغوښتل چې دډیورنډ د کرښې په دواړو غاړو کې د مخ په زیاتیدونکي افراطیت د مخنیوي لپاره باید خپله دیني او اسلامي وجیبه ترسره کړي.
هغه زیاته کړه چې دافغانستان امنیت د پاکستان او سیمې په ګټه دی نو ځکه باید پاکستاني عالمان د افغانستان دامنیت لپاره ډیرې هلې ځلې وکړي.
د جمعیت علما اسلامي مرستیال مولانا عبد الغفور حیدري ولسمشر حامد کرزي ته ژمنه ورکړه، چې دافغانستان دامنیت اوسولې په برخه کې خپله اسلامي وجیبه ترسره کوی.