Language

مزارشريف (پژواك ۲۷ سلواغه ۹۰): په بلخ کې د خلکو په غوښتنه د بلخ ولسوالۍ څلور لارې د وزير محمدګل خان مومند په نوم ونومول شوه او د جوړولو کار يې نن پيل شو.

 دغه څلور لارې، چې د هېواد پر حلقوي سړك د مزارشريف او شبرغان پر لويه لار موقعيت لري، د بنسټ ډبرې ايښودو په مراسمو كې يې د ځينو دولتي چاوراكو تر څنګ د دغه ولايت د ولايتي شورا رييس او زيات شمېر قومي مشرانو برخه لرله.

 د بلخ و لايت تخنيکي مسوول ذبيح الله اختري، نن د دې څلور لارې د پرانيستې پر مهال پژواك خبري اژانس ته وويل، چې پر حلقوي سړک د وزير محمدګل مومند څلورلارې به د قومونو ترمنځ د يووالي لامل وګرځي.

 د اختري د معلوماتو له مخې، د دې څلورلارې پر جوړولو شاوخوا ١٠٠زره امريکا ډالر لګښت راځي، چې د دې ولسوالۍ د سوداګرو له خوا ورکول کېږي او د جوړېدو چارې يې په څلورو مياشتو بشپړېږي.

 اختري وويل، چې وزير محمدګل خان په بلخ ولايت کې د خپلې دندې پر مهال د بلخ ولسوالۍ د بازار له نقشې سربېره، يو زيات شمېر نور ټولنيز خدمتونه ترسره کړي دي، چې له همدې امله د سيمې د خلکو په غوښتنه دا څلورو لارې هم د هغه په نوم ونومول شو.

 د بلخ ولايت د ولايتي شورا رييس ډاکټر افضل حديد هم وويل، چې د وزير محمدګل خان مومند په نوم د دې څلور لارې نومول به ولسونه سره نږدې کړي.  

 نوموړي، وزير محمدګل خان مومند د هېواد ستر شخصيت وباله او زياته يې کړه، چې د ورته شخصيتونو نمانځه به په هېواد کې د سولې راتګ ته لاره هواره کړي.

 د وزير محمدګل خان لمسي محمد ظاهر مومند چې په بلخ کې په سوداګرۍ بوخت دى، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وزير محمدګل خان مومند د ټولو افغانانو لپاره كار كړى او د هېواد له ملي شخصيتونه څخه ګڼل كېږي.

 د دغې څلورلارې نقشه او د جوړونې چارې د ښار جوړونې رياست ترسره کوي او د سيمې سوداګرو د څلور لارې د جوړولو په موخه څه باندې ٧٠زره ډالر برابر کړي، چې لا هم دغه بهير روان دى.

وزير محمدګل خان مومند د محمد خورشيد زوى، د مومند لمسى او د کريم خان کړوسى دى، چې په ۱۸۸۵زېږديز کال د کابل په اندرابي کې نړۍ ته سترګې غړولې دي.

نوموړي د پښتو ژبې يو تکړه ليکوال و، چې د محمدهاشم خان په کابينه کې يې د کورنيو چارو د وزير په توګه دنده ترسره کړې ده.

مومند په اصل کې د ننګرهار ولايت اوسېدونکى و، چې خپلې زده کړې يې په حربي ښوونځي کې پاى ته ورسولې، وروسته د شاهي ګارډ قوماندان او بيا په ترکيه کې د افغان سفارت د پوځي آتشې په توګه يې هم کار کړى دى.