جلال اباد (پژواک ٢٧ سلواغه ٩٠): د ختيځو ولايتونو د سراسري ټولنيزې شورا غونډه، چې د سوداګرۍ وزير انوارالحق احدي او د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي هم په کې ګډون کړى و، په ناندريو واوښته.
دغه غونډه نن (د سلواغې ٢٧مه) ترسره شوه، چې ګڼ شمېر ګډونوالو يې د ختيځو ولايتونو سراسري شورا دغه غونډه راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته د دولت په مرسته د محمود کرزي کمپاين وباله.
د دغې شورا رييس قمرالدين شينواري په ياده غونډه کې د وينا پر مهال وويل، چې له غونډې څخه يې موخه له چارواکو سره د ولسونو د ستونزو شريکول وو.
نوموړي زياته کړه، چې د هېڅ سياسي حرکت پلوي نه کوي، خو ملي سوداګر يې ملاتړ کوي او په نږدې ورځو کې به په جلال اباد ښار کې دفتر پرانيزي.
د سوداګرۍ وزير ډاکتر انوارالحق احدي د ختيځو ولايتونو له خلکو، ولسوالانو، واليانو او شوراګانو څخه وغوښتل، چې له مرکزي دولت څخه دې خپل حقونه ترلاسه کړي.
هغه زياته کړه، چې د کونړ له اوبو ګټه نه پورته کول او يا د نغلو برېښنا لېږدولو ځنډ قصدي نه دي.
د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي له دغه سراسري شورا څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او غوښتنه يې وکړه، چې دغه ډول شوراګانې، دينې علما او قومي مشران دې د ټوپک سالارۍ په له منځه وړلو کې ورسره مرسته وکړي.
د ده په وينا، د ختيځو ولايتونو دغه شورا دې د سولې او امنيت د راوستو ترڅنګ د سيمې د اقتصادي پرمختګ په موخه د ولسمشر کرزي له پارلمان او کابينې سره ګډې غونډې جوړې کړي.
د دفاع وزارت پخواني مرستيال ډاکتر يوسف نورستاني د ننګرهار، کونړ او لغمان له خلکو وغوښتل، چې د ختيځ نورستان د نا امنيو په له منځه وړلو کې دې ورسره مرسته وکړي.
هغه د ننګرهار له والي وغوښتل، چې د جلال اباد ښار په شمال کې دې د بهسودو د نړېدلي پله ترڅنګ بل پول جوړ کړي.
د ننګرهار يوه قومي مشر حاجي سهيل شينواري په خپله وينا کې وويل، چې د مرکزي حکومت پاليسي له انساني او اسلامي قوانينو سره په ټکر کې ده.
نوموړي مرکزي دولت دومره مظلوم وګاڼه، چې په ١١ کلونو کې يې د خپلسرو عملياتو مخه ونه نيوله.
حاجي سهيل وويل: ((له حکومت نه مو د ښې پاليسۍ تمه غوڅه شوې ده.))
غونډه هغه مهال ګډوډه شوه، چې د غونډې کوربنو نه پرېښودل د ننګرهار پوهنتون استاد منګل شېرزاد په سټېج خبرې وکړي، چې وروسته نوموړي په افغان دولت سختې نيوکې وکړې.
منګل وويل، چې په هېواد کې د ځمکو مافيا حاکمه ده او د قحط الرجال له امله په فساد کې ښکېل چارواکي د هېواد او هېوادوالو وينې زبېښي.
د يادونې ده، چې دغه غونډه د ولايتي ادارې په پراخ ملاتړ په شېرزي سټډيم کې جوړه شوې وه، چې پر ګډونوالو يې د ختيځو ولايتونو د سراسري شورا ٤٧ ماده ييزه تګلاره هم و وېشل شوه.
بايد وويل شي، سره له دې چې دغه شورا له يوه کال راپه دېخوا جوړه شوې، خو د دومره سترې غونډې په جوړولو يې د غونډې ګډونوالو نيوکې کولې، چې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره د حامد کرزي د ورور محمود کرزي لپاره د کمپاين پيل دى.