Language

کابل ښار (پژواک ٢٩ سلواغه ٩٠): چارواکي وايي، چې د کابل د سروبي ولسوالۍ په غرونو کې د بهرنيو ځواکونو يوه چورلکه ولوېده.

د سروبي ولسوال حضرت محمد حقبين د سلواغې په ٢٩مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن له غرمې مخکې د سروبي ولسوالۍ اړوند او لغمان ولايت ته څېرمه د بادپښ د غرنۍ سيمې په اوزبين کې يوه چورلکه وغورځېده.

د هغه په وينا، يادې سيمې ته يې د معلوماتو په موخه کشفي ارګانونه لېږلي، خو اړه يې نور معلومات تر اوسه نه لري.

د سهار په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې نن له غرمې مخکې ١٠نيمې بجې په اوزبين سيمه کې د ايساف ځواکونو يوه چورلکه ولوېده.

د ده په خبره، د چورلکې له غورځېدو وروسته ډېر ژر د ايساف ځواکونو ګڼ شمېر نورې چورلکې راغلې او سيمه يې کلابنده کړه.

خو په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي، چې دوى ته په دې اړه تراسه کوم خبر نه دى رسيدلى.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره.

Related Topics