کابل (پژواک ٢٩ سلواغه ٩٠): د سياسي چارو ځينې پوهان وايي چې افغانستان له ايران او پاکستان سره له ګډې درې اړخيزې ناستې سمه ګټه پورته نه شو کړاى؛ خو د دولت وياند دغه غونډه او سفر ډېر ګټور بولي.
ياده درې اړخيزه غونډه تېره ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې جوړه شوه، چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او د ايران ولسمشر احمدي نژاد په کې ګډون کړى وو.
رسمي سرچينې وايي چې افغانستان، پاکستان او ايران په دې غونډه کې يو د بل په کورنيو چارو کې پر نه لاسوهنې هوکړه وکړه او ويې منله، چې درې واړه هېوادونه به په خپلو منځو کې ګډې همکارۍ ته دوام ورکوي او خپلې خاورې به د يو بل هېواد پر ضد نه کاروي.
خو سياسي کارپوه احمد وحيد مژده له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې پاکستان ته د ولسمشر حامد کرزي سفر د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان د رښتيني ملاتړ ترلاسه کولو په موخه و؛ خو په دې برخه کې يې لاسته راوړنه نه لرله.
هغه زياته کړه: ((په درې اړخيزه ناسته کې له پاکستانه، د طالبانو د مشر ملا محمدعمر د سپارلو او يا هم له حقاني شبکې سره د افغان حکومت د تماس ټينګولو غوښتنې، غونډه بې خونده کړه.))
مژده وايي چې په دې غونډه کې د دا ډول غوښتنو پر ځاى بايد دواړو لورو يو ځل بيا له مخالفينو سره د سولې په پروسه کې د افغانستان پر مشرۍ ټينګار کړى واى.
د ده په باور، د افغانستان حکومت دې کنفرانس ته له کومې ځانګړې اجنډا سره نه و ورغلى او د ځينو غير ضروري غوښتنو له امله يې له غونډې کومه ګټه ترلاسه نه کړه.
د خپرو شويو راپورونو له مخې، پاکستان ته د افغان ولسمشر له تګ وړاندې، ځينو افغان چارواکو ويلي وو، چې کرزى به پر پاکستان فشار راوړي چې د کوټې په شورا کې له طالب مشرانو سره د اړيکې شونتيا امکان ورته برابره کړي.
خو تر اوسه کومې دولتي سرچينې نه دي ويلي، چې کرزي له پاکستان څخه افغانستان ته د ملامحمد عمر د سپارلو او يا هم له حقاني شبکې سره د اړيکو د ټينګولو غوښتنه کړې ده.
د ځينو نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې، له پاکستانيو مقاماتو سره د ولسمشر حامد کرزي خبرې د پخوانيو سفرونو په پرتله جدي وې او په يوه ناسته کې خو ان لفظي شخړې ته ورسېدې.
خو د افغانستان د ولسمشر وياند ايمل فيضي، که څه هم تندې خبرې نه دي رد کړې، خو ويلي يې دي چې د کرزي او کوم پاکستاني چارواکي تر منځ لفظي شخړه نه ده شوې.
بل خوا د بريتانيا ګارډين ورځپاڼې ليکلي، چې د طالبانو د ساتنې او ملاتړ پر سر پر پاکستان د کرزي د انتقاد ژبه دومره تونده وه، چې د پاکستان لومړي يوسف رضا ګيلاني د خپل حکومت د نورو چارواکو او کرزي په خبرو کې مداخله وکړه، غونډه يې، چې د دواړو خواوو د پلاوو ټول غړي په کې حاضر وو، پاى ته رسېدلې اعلان کړه.
خو د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال دا راپور رد کړ.
د افغانستان حکومت او نړيوال متحدين يې پر پاکستان تور لګوي چې د دوى پر وينا، د ترهګرۍ پرضد جګړه کې دوه مخى سياست کاروي او له طالبانو او القاعدې ملاتړ کوي؛ خو پاکستان تل دا ډول تورونه رد کړي دي.
پاکستان ته د ولسمشر کرزي سفر داسې مهال ترسره شو، چې د امريکا له خوا په قطر کې له طالبانو سره د خبرو هڅې ګړندۍ شوې دي.
خو مژده وايي، چې ايران او پاکستان په ياده درې اړخيزې غونډې کې خپلو موخو ته ورسېدل.
هغه وايي، ايران په داسې حال کې چې د امريکا او اروپايي ټولنې له خوا له اقتصادي تحريم او پوځي ګواښ سره مخ دى، وکړاى شول په غونډه کې پاکستان ته د ګازو د نل ليکې د غځولو پلان باوري کړي.
دغه راز هغه زياته کړه، چې ايران په دې ناسته کې ځان ډاډه کړ، چې ګاونډي هېوادونه به له خپلې خاورې پر ايران بريد ته اجازه ورنه کړي.
دى وايي چې همداراز پاکستان يو ځل بيا پر ځان له طالبانو د ملاتړ تورونه په ډاګه رد کړل؛ دغه راز د ګاز په ياده پروژه کې پاکستان هم خپلې ګټې لري.
د سياسي چارو بل پوه احمد سعيدي هم وايي، چې د افغانستان له درې اړخيزې غونډې کومه لاسته راوړنه نه درلوده؛ خو زياتوي چې پاکستان او ايران بيا له دې ناستې سياسي ګټه پورته کړه.
سعيدي وويل چې پاکستان، ايران او افغانستان له دښمن څخه ګډ تعريف نه لري او له همدې امله د دښمن پرروړاندې ګډ دريځ نه شي رامنځ ته کولاى.
ده زياته کړه: ((ښاغلى کرزى وايي چې ترورېزم د ډيورند پورې غاړې دى او هلته ځواکمنېږي؛ احمدي نژاد وايي ترورېزم د امريکا زېږنده ده او امريکا يې سيمې ته لېږي؛ اصف علي زرداري وايي چې افغانستان په خپله د ترورېزم عامل دى. کله چې نظرونه دومره توپير ولري، نو هېڅ هيله ورته نه شته.))
د سعيدي په وينا، په دې غونډه کې افغان چارواکو له پاکستاني لوري وغوښتل، چې له حقاني شبکې سره ورته د تفاهم او خبرو زمينه برابره کړي؛ خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې داسې غوښتنې خندوونکې وبللې.
هغه زياته کړه: ((تاسو واورېدل چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني په غير مستقيم ډول په ګستاخۍ سره وويل، چې د ملا عمر د سپارلو غوښتنه يوه احمقانه خبره ده، نو له دې ډېر موږ ته څه کنځلې وکړي؟))
ده هم پر پاکستان او ايران د امريکا او نړيوالې ټولنې فشارونو ته په پام سره وويل، چې دواړو هېوادونو په ډاګه کړه چې لا هم د هغوى ستراتيژيک ملګرى افغانستان ورسره ولاړ دى.
سعيدي په ياده درې اړخيزه ناسته کې د شويو ژمنو په اړه وويل، چې دغه شوې پرېکړې اجرايوي ضمانت نه لري او کومې پرېکړې چې اجرايوي ضمانت ونه لري، له کېدو يې نه کېدل غوره دي.
ده زياته کړه: ((کرزي له دې وړاندې هم په کراتو سره له پاکستان څخه د ملاتړ غوښتنه کړې ده، پخوا يې هم کومه نتيجه نه ده ورکړې؛ نو دا ځل به يې هم ورنه کړي.))
د يادې درې اړخيزې غونډې په پرېکړه ليک کې هم راغلي دي، چې د دې غونډې پرېکړې او وړانديزونه به پلي کېږي او د کابل په راتلونکې درې اړخيزه غونډه کې به پرې خبرې وشي.
ولسمشر حامد کرزى له يوه لوړ پوړي پلاوي سره وړمه ورځ د پاکستان، افغانستان او ايران د ولسمشرانو ترمنځ په سرمشريزه غونډه کې اسلام اباد ته تللى و، چې په ياده غونډه کې د ګډون ترڅنګ يې د پاکستان له لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني، ولسمشر زرداري او د پاکستان له ځينو سياسي مشرانو سره هم ځانګړې ليدنې وکړې.
د ولسمشر حامد کرزي وياند ايمل فيضي چې په دې سفر کې له ولسمشر سره يې ملتيا کوله، دا سفر او درې اړخيزه غونډه ډېره ګټوره وبلله.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د لومړي ځل لپاره ولسمشر حامد کرزي د افغانستان دريځ ، وړانديزونه او غوښتنې په دې غونډو کې مطرح کړې.
د نوموړي په وينا، په تېرو لسو کلونو کې پاکستان ته د ولسمشر حامد کرزي دا تر ټولو مهم سفر و او ښې لاسته راوړنې يې درلودې.