Language

لښکرګاه (پژواک ٢٩ سلواغه ٩٠): د هلمند يو شمېر موټر چلوونکي ادعا کوي، چې د ميوند قول اردو ملکي کارکوونکي له دوى څخه ناقانونه پيسې اخلي، خو دغه قول اردو د چلوونکو دغه ادعا ردوي.

په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو د دغه ولايت د واشېر ولسوالۍ د ښوراب په سيمه كې د بهرنيو ځواكونو له پوځې اډې او د كندهار-هرات د لويې لارې ترڅنګ موقعيت لري.

د شېراحمد په نوم يوه موټرچلوونكي پژواك اژانس ته وويل، چې دوى بهرنيو ځواكونو ته خوراكي توكي او د هغوى د اړتيا وړ نور شيان راوړي، خو د ملي اردو د مسوولينو له خوا ترې پيسې اخيستل كېږي.

د ده په وينا، د ملي اردو د ملكي برخې له خوا د دوى لپاره د بهرنيو ځواكونو او د ۲۱۵ ميوند قول اردو مخې ته يو دفتر د ترانسپورټ په نوم جوړ شوى او په هر موټر له زرو افغانيو څخه تر دوو زرو پورې اخلي.

ده زياته کړه، چې دوى د کندهار په مرکز او ګرشك ولسوالۍ كې هم د ټرانسپورټ پيسې وركوي.

شېراحمد له دولته وغوښتل، چې د دغه كار مخه دې ونيسي، كنه دوى به خپل كار پرېږدي.

د لارۍ موټرچلوونكي رحمت الله پژواك اژنس ته وويل، چې دى هم له يادې قول اردو څخه ګرمسېر، مارجې او نورو سيمو ته د بهرنيو ځواكونو لپاره اکمالات کوي، خو چې د ياد دفتر مسوولينو ته زياتې پيسې ورنه كړي، اجازه نه وركوي.

د ده په وينا، د قول اردو د ملكي برخې له خوا ياد دفتر پر خپل سر جوړ شوى او هېڅ ډول قانوني بڼه نه لري.

 يو بل موټر چلوونکى امان الله هم تور لګوي، چې د ملي اردو د ملكي برخې مرستيال محمدخان د دوى ټول موټر تر هغې دروي او د تلو اجازه نه ورکوي، ترڅو چې پيسې ورنه کړي.

دى وايي، چې له يوې خوا دوى له امنيتي ستونزو سره مخ دي او له بلې خوا دوى دومره ګټه نه لري، لكه ياد دفتر چې يې له دوى څخه غوښتنه كوي.

 د واشېر ولسوال حاجي محمد داوود نورزى هم مني، چې له يادو چلوونكو څخه دغه پيسې د ملي اردو له خوا په ناقانونه ډول اخيستل كېږي او د ولسوالۍ له چارواکو سره هېڅ همغږي نه لري.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((اول خو موږ له دغه ډول موټرو څخه د پيسو د اخيستلو حق نه لرو او بل د ولسوالۍ له چارواكو سره چا په دې اړه هېڅ صلاح مشوره هم نه ده كړې.))

بلخوا د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان اركانحرب سيدملك د ترانسپورټ دفتر جوړېدل د قول اردو مخې ته مني، خو زياتوي، چې دا د ملي اردو له خوا نه دى جوړ شوى.

د ده په وينا، په دغه دفتر كې د ترانسپورټ رياست، ښاروالۍ او د نورو اړوندو ادارو استازي موجود دي.

هغه زياتوي، چې دغه دفتر وړاندې تر دې د كندهار او هرات د لويې لارې پر سر و، خو اوس مهال يې د والي په غوښتنه د قول اردو مخې ته رالېږدولى دى.

نوموړى وايي، چې د لويې لارې پر سر به ترانسپورټ ته د پيسو د وركړې پر مهال ګڼه ګوڼه جوړېده، چې له دې سره به له يوې خوا د لويې لارې د مسافرو پر وړاندې ستونزې جوړېدې او له بلې خوا د امنيتي پېښو وېره هم وه.

سيد ملوك زياته كړه: ((د ملي اردو سرتېري له هېواد څخه د دفاع دنده پر غاړه لري، نه دا چې خلكو ته ستونزې جوړې كړي او له دغه دفتر څخه په رسمي ډول چلوونكو ته پارچې او د پيسو د تسليمۍ اسناد وركول كېږي.))

دغه راز د هلمند د ټرانسپورټ رييس حاجي عبدالغفور توخي هم د ولسوال او چلوونكو نيوكې بې ځايه وبللې او زياته يې کړه، چې دوى خپل مامورين د وزارت په امر ښوراب ته لېږلي او په قانوني ډول د پيسو تر وركړې ورسته د ترانسپورټ له خوا اسناد وركوي.

د ده په خبره، هغو كسانو، چې په قانوني ډول يې په كندهار او يا هم په نورو سيمو كې پيسې تحويل كړې وي او اسناد ولري د دويم ځل لپاره دوى پيسې نه ترې اخلي.

Related Topics