Language

مزارشريف (پژواك ٢٩ سلواغه ٩٠): امنيتي مسوولين وايي چې د بلخ ولايت په شولګر ولسوالۍ كې يو پخوانى قوماندان له خپل ورور سره يو ځاى ووژل شو.

 د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دوراني د سلواغې په ۲۹مه، پژواك خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته، د شولګر ولسوالۍ په توغنچي كلي كې د دوو ډلو ترمنځ نښته وشوه.

 نوموړي زياته كړه، چې په نښته كې پخوانى جهادي قوماندان محمد ظاهر له خپل ورور سره ووژل شو.

 د هغه په وينا، د وژل شويو كسانو په تور يې پنځه كسان له دوه كلاشينكوفونو سره نيولي او تر څېړنې لاندې دي.

 خو د سيمې اوسېدونكي وايي، چې وژل شوى كس په سيمه كې د اربكيانو د قوماندان په نوم پېژندل كېده.

 د شولګر د مدرسې كلي اوسېدونكي محمدعلي پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دغه نښته د دوو جهادي ډلو تر منځ شوې وه، چې له پخوا يې خپلو كې دښمني لرله.

 نوموړي زياته كړه، چې وژل شوى قوماندان محمد ظاهر پخوا د مولوي محمد نبي په مشرۍ د حركت اسلامي افغانستان د ګوند قوماندان و، چې دمګړۍ په سيمه كې د اربكيانو د قوماندان په نوم ګرځېده او وسله يې هم لرله.

 د هغه په وينا، نن له غرمې وروسته په توغنچي كلي كې د محمد ظاهر او يو شمېر نورو پخوانيو جهادي ډلو ترمنځ نښته وشوه، چې قوماندان ظاهر له خپل ورور اغاجان سره په کې ووژل شو.

 خو د امنيه قوماندانۍ وياند دوراني وويل، چې دوى په سيمه كې د اربكيانو په نوم هېڅ تشكيل نه لري؛ خو دا يې ومنله چې ظاهر پخوانى جهادي قوماندان و.

 نوموړي زياته كړه، چې دمګړۍ سيمه په امن كې ده او له نيولو شويو كسانو څخه د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.