Language

په لښکرګاه کې د چت لوېدو له امله دوه تنه مړه شول

لښکرګاه (پژواک ٢٩ سلواغه ٩٠): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د يوه چت د لوېدو له امه دوه تنه، چې مور او زوى وو، مړه شول.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ د څانګې مرستيال سمونوال محمد اسماعيل هوتک د سلواغې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار څلور بجې د لښکرګاه د صافيانو په سيمه کې رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، چې د تېرې شپې باران له امله په دې سيمه کې د يوه کور د تکاوۍ چت لوېدلى، چې له امله يې دوه تنه، مور او د هغې ١٣کلن زوى مړه شوي او خاوند يې ټپي شوى دى.

هوتک وويل، چې پوليس سيمې ته رسېدلي، مړي يې له خاورو را ايستلي او ټپي يې روغتون ته وړى دى.

د لښکرګاه د ايمرجنسي روغتون يوه ډاکتر پژواک ته وويل، چې دوى ته له يادې پېښې يو ټپي ور وړل شوى او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ وښود.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د چتونو لوېدو او د ګاز ډبو چاودنو لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

Related Topics