Language

دوه افغان ژباړونکي له نشه يي توکو سره ونيول شول

لښکرګاه (پژواک ٣٠ سلواغه ٩٠): د هلمند ولايت د ملي امنيت رياست وايي، چې د بهرنيانو دوه افغان ژباړونکي يې له نشه يي توکو سره نيولي دي.

د دغه ولايت د ملي امنيت يوې سرچينې د سلواغې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغو كسانو په ګرشك ولسوالۍ كې د پوليس د ۷۰۷ زون د جيو په نوم كمپ كې له بهرنيو ځواكونو سره، چې د نشه يي توکو د مخنيوي په برخه کې کار کوي، دنده ترسره کوي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه دوه ژباړونکي، چې د ننګرهار او بغلان ولايتونو اوسېدونکي دي، پرون د ګرشک ولسوالۍ په بازار کې د اته کيلو ګرامه هيروينو د پلورلو پر مهال لاس په لاس ونيول شول.

سرچينه وايي، چې ياد كسان اوس مهال له ملي امنيت سره تر پوښتنو اوګروېږونو لاندې دي، تر څو معلومه شي، چې د يادو هيروينو په ترلاسه كولو كې بل څوك لاس لري او په څه ډول يې ترلاسه كړي دي.

Related Topics